وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان کاروباري ادارو لخوا د هېواد په شمول معاشی صورتحال د باور كولو په اوسني ګيلپ سروے د اطمینان څرګندونه

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان کاروباري ادارو لخوا د هېواد په معاشي صورتحال د باور لرلو په بابله په اوسني ګيلپ سروے بزنس کانفیډینس انډیکس رپورټ د اطمینان څرګندوني سره وئيلي دي د ګیلپ سروے نيجې د کاروباری ورورولۍ لپاره د هېواد سیاسي او اقتصادي صورتحال كښې د استحکام عکاسي كوي،حکومتي اقدامات او اصلاحاتي ایجنډې په سوب سسټم كښې سپېځلتيا راغلې او …

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان کاروباري ادارو لخوا د هېواد په معاشي صورتحال د باور لرلو په بابله په اوسني ګيلپ سروے بزنس کانفیډینس انډیکس رپورټ د اطمینان څرګندوني سره وئيلي دي د ګیلپ سروے نيجې د کاروباری ورورولۍ لپاره د هېواد سیاسي او اقتصادي صورتحال كښې د استحکام عکاسي كوي،حکومتي اقدامات او اصلاحاتي ایجنډې په سوب سسټم كښې سپېځلتيا راغلې او د سوداګرو ورورولۍ لپاره آسانۍ راپیدا شوي۔د ګل په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري بیان له مخې وزیراعظم ووئيل ګیلپ سروے له مخې د کاروباري ادارو د پاکستان په معیشت باور د تيرو څلورو كلونو راهسې لوړې كچې ته رسيدلے كومه چې خوشبينه خبره ده، سروے له مخې د كال 2024 په آخري درېو مياشتو په مقابل كښې د هېواد معاشي اړخ سکور منفی 2 ته راغلے كوم چې د 2021 څلور مياشتنيزې مودې نه پس لوړه كچه ده، ګیلپ سروے نتيجې د کاروباری ورورولۍ لپاره د هېواد سیاسي او اقتصادي صورتحال كښې د استحکام عکاس دي۔ده ووئيل حکومتي اقدامات او اصلاحاتې ایجنډې په سوب سسټم كښې شفافیت راغلے او سوداګرو لپاره آسانۍ راپيدا شوي، د حکومت اداره جاتي اصلاحات ایجنډې، د ایف بی آر ډیجیټائزېشن او د توان څانګه كښې اصلاحات به هېواد كښې کاروبار او سرمایه كارۍ لپاره نوې لاري پرانيزي،اوسنيو كښې د پاکستان سټاك ایکسچینج 100 انډیکس يو لاکھ 47 زره پوائنټس لوړې كچې ته رسيدلے دے ،د خزاني وفاقي وزیر محمد اورنګزیب او د هغه د معاشي ډلي هڅي د ستائنې وړ دي، حکومت هېواد كښې کاروباري ورورولۍ او سرمایه كارو لپاره نوري آسانۍ پيدا كولو له چمتو دے او دې لپاره کاروباري ورورولۍ سره به د مشاورت د كار دائره لا هم پراخه كولې شي۔

مزید خبریں