اسلاك آباد۔ 11 اكست ( اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي د پاكستان په ترقۍ كښې د مسيحي ٬ هندو ٬ پارسي او د كالاش وروروليو كرردار نه هېرېدونكے پاتي دے٬ قائداعظم په 11 اكست دستور سازه اسمبلۍ ته تاريخي خطاب كښې ټولو وګرو ته د مذهبي آزادۍ ٬ مساوات او تحفظ باور وركړے ؤ۔ د رېلوے د اقليتي ملازمينو خدمت يو روښانه باب …
د هېواد په ترقۍ كښې د مسيحي ٬ هندو ٬ سكه٬ پارسي او كالاسش وروروليو كردار نه هېرېدونكے دے٬ د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي

مزید خبریں
اسلاك آباد۔ 11 اكست ( اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي د پاكستان په ترقۍ كښې د مسيحي ٬ هندو ٬ پارسي او د كالاش وروروليو كرردار نه هېرېدونكے پاتي دے٬ قائداعظم په 11 اكست دستور سازه اسمبلۍ ته تاريخي خطاب كښې ټولو وګرو ته د مذهبي آزادۍ ٬ مساوات او تحفظ باور وركړے ؤ۔ د رېلوے د اقليتي ملازمينو خدمت يو روښانه باب دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اقليتونو قامي ورځې په مهال خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئېل قائداعظم په 11 اګست دستور سازه اسمبلۍ ته تاريخي خطاب كښې ټولو وګرو ته د مذهبي آزادۍ ٬ مساوات او تحفظ باور وركړے ؤ ٬ د پاكستان په ترقۍ كښې د مسيحي ٬ هندو ٬ سكه٬ پارسي او كالاسش وروروليو كردار نه هېرېدونكے دے ۔ ده ووئېل د مذهبونو ترمينځه په هم غږۍ كښې د قامي يو والي ضمانت دے ٬ د پاكستان حكومت د اقليتونو ځوانانو ته روزګار او د پرمخټګ يو برابر موقعې وركوي٬ د پاكستان اصل طاقت د دې تنوع او د اولس يو بل سره مينه ده۔ ده ووئېل د اقليتونو قامي ورځ د پاكستاني آئين روح او د قائداعظم د خوب ياد ګېرنه ده٬ حكومت د اقليتي ملازمينو لپاره د تربيي ٬ ترقۍ او ښیګړې په منصوبو كار كوي۔










