دبئۍ كښې د پاکستان د آزادۍ د 78مې سالګرې دستوره، متحدہ عرب امارات وزیر شیخ نهیان بن مبارك النهیان او د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذی پشمول د 60 زره څخه د زياتو كسانو ګډون

دبئۍ 11 اګست (اے پي پي) دبئۍ كښې د پاکستان د آزادۍ ورځې 78مه سالګرې په لړ كښې دستوره ایکسپو سټي كښې وشوه۔د امارات نیوز ایجنسۍ وام له مخې د متحدہ عرب امارات د روادارۍ او شرېكې بقا وزیرِ شیخ نهیان بن مبارك النهیان د اسلامی جمهوریه پاکستان په امارات كښې سفیر فیصل نیاز ترمذي ، ګڼ شمير سرکاري او سفارتي شخصیات، معاشي نمائندګانو او د پاکستان کمیونټۍ كسانو د …

دبئۍ 11 اګست (اے پي پي) دبئۍ كښې د پاکستان د آزادۍ ورځې 78مه سالګرې په لړ كښې دستوره ایکسپو سټي كښې وشوه۔د امارات نیوز ایجنسۍ وام له مخې د متحدہ عرب امارات د روادارۍ او شرېكې بقا وزیرِ شیخ نهیان بن مبارك النهیان د اسلامی جمهوریه پاکستان په امارات كښې سفیر فیصل نیاز ترمذي ، ګڼ شمير سرکاري او سفارتي شخصیات، معاشي نمائندګانو او د پاکستان کمیونټۍ كسانو د پاکستان د آزادۍ ورځ 78مې سالګره كښې ګډون وكړو۔ دبئی ایکسپو سټی دبئۍ ایګزِیبېشن سینټر كښې دستوره كښې د 60 زره څخه زياتو كسانو ګډون وكړو۔دا دستوره “ایمریټس لو پاکستان ” پلیټ فارم د اړخه د دبئی پولیس په معاونت او د پاکستان ایسوسي ایشن دبئۍ په مرسته شوې،چې مقصد يې د پاکستانی کمیونټي کامیابۍ او خذمات رامخې ته كول او سماجی رابطي لا قوي كول وؤ۔شیخ نهیان بن مبارك النهیان ګډون كوونكو ته ووئيل د پاکستان د آزادۍ ورځ دستورو كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده۔ده د پاکستان اولس او په ټوله نړۍ كښې مېشته پاکستانیانو له مباركي وركولو سره ووئيل دا ورځ د پاکستان د قوي قامي شناخت، حوصلې، عزم او کامیابو علامت دے۔ده ووئيل دبئۍ كښې د دې ورځ جشن د دواړو هېوادونو د ملګرتيا او ورورولۍ عكاسي كوي۔ده ووئيل امارات او پاکستان ترمينځه اړيكي په شريك اقدار، ثقافتي ورثه ، شريك احترام او امن او سوكالۍ شريك وژن اډانه دي۔ د پاکستان کمیونټی محنت، تخلیقي صلاحیت او خدمات د امارات ټولنې قیمتی اثاثه ده ۔وزیرِ رواداري ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكي په نړيواله كچه سماجي او معاشي پرمختګ وده كښې د ورورولۍ ښه مثال وړاندې كوي۔شیخ نهیان ووئيل د امارات صدرِ شیخ محمد بن زاید النهیان او نائب صدر، وزیرِاعظم او د دبئۍ حکمران شیخ محمد بن راشد المکتوم په مشرۍ كښې امارات په ټوله نړۍ كښې رواداری، د شريكې قا او انسانی ورورولۍ روښانه مرکز جوړ شوے،چرته چې د بېلو كلتورونو وګړي امن او به سکون سره كار كوي۔

مزید خبریں