اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د عمره خوښي لرونكو ته وئيلې دي د كومې پرېشانۍ څخه بچ كېدو لپاره يوازې د وزارت لخوا د تصديق شوو عمره كوونكو كمپنيو د لارې بكنګ كوې۔ د ګل په ورځ د وزارت وياند له مخې د مذهبي چارو وزارت 26 عمره كمپنيو سره د لوظنامو له تصيدق څخه وروستو فهرست په خپل وېب سائټ جاري كړے دے۔ په دې 26 …
د مذهبي چارو وزارت د مصدقه 26 عمره كوونكو كمپنيو فهرست جاري كړو٬ عمره كښې خوښي لرونكي دې د تصديق شوو كمپنيو د لارې بكنګ كوي: وياند

مزید خبریں
اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د عمره خوښي لرونكو ته وئيلې دي د كومې پرېشانۍ څخه بچ كېدو لپاره يوازې د وزارت لخوا د تصديق شوو عمره كوونكو كمپنيو د لارې بكنګ كوې۔ د ګل په ورځ د وزارت وياند له مخې د مذهبي چارو وزارت 26 عمره كمپنيو سره د لوظنامو له تصيدق څخه وروستو فهرست په خپل وېب سائټ جاري كړے دے۔ په دې 26 کمپنیو كښې اسلام آباد ، کراچی، پېنډۍ ، لاهور او ساهیوال عمرہ ټرېول آپرېټر شامل دي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند اولس ته اپېل كړے دے چې هغوي له كومې هم پرېشانۍ څخه بچ كېدو لپاره يوازې د هغه عمره كمپنيو د لارې بكنګ وكړي د كوم چې وزارت تصديق كړے دے۔










