د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د اقلیتونو نړيوالې ورځ په موقع په سېنېټ كښې د اقلیتونو په اړه پارلیماني کاکس د جوړولو اعلان

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د اقلیتونو نړيوالي ورځ په موقع په سېنېټ كښې د اقلیتونو په اړه د پارلیماني کاکس جوړولو اعلان کړے دے،په دې کاکس كښې به د قامي اسمبلۍ غړو له هم نمائندګی وركولې شي د كومو نامزدګي به چې د قامی اسمبلۍ سپيكر كوي۔د سېنېټ چیئرمېن په سېنېټ كښې اقلیتی ورورولۍ سره تعلق لرونكو د سېنېټ غړو …

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د اقلیتونو نړيوالي ورځ په موقع په سېنېټ كښې د اقلیتونو په اړه د پارلیماني کاکس جوړولو اعلان کړے دے،په دې کاکس كښې به د قامي اسمبلۍ غړو له هم نمائندګی وركولې شي د كومو نامزدګي به چې د قامی اسمبلۍ سپيكر كوي۔د سېنېټ چیئرمېن په سېنېټ كښې اقلیتی ورورولۍ سره تعلق لرونكو د سېنېټ غړو په غوښتنه د دې مهم پارلماني کاکس جوړولو پريكړه وكړه ۔د سېنېټ سیکرټريټ د اړخه جاري بيان له مخې د سېنېټ چیئرمېن په خپل بيان كښې ووئيل ميرمنو او د اقلیتونو ښېګړې ته عمر له پام لرنه كوو۔ده ووئيل د وزیراعظم په حيث به مونږ له دا خبره باوري كول وي جې ميرمنې او اقلیتونه به د قامي پرمختګ په چوكاټ كښې شاملولې شي او هغوي له به بشپړه نمائندګی وركولې شي۔سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل شهیدې بے نظیر بھټو هم د اقلیتونو او ميرمنو پرمختګ او سوكالۍ كښې او د ژوند په ټولو څانګو كښې د هغوي شمولیت لپاره خدمات ترسره كړي۔ ده ووئيل د پاکستان پیپلز پاړي چیئرمېن بلاول بھټو زرداری هم خواهش لري چې ميرمني د ژوند په ټولو څانګو كښې راوړاندې شي،هغوي خپلواكه كړې شي او قومي ادارو كښې د هغوي شموليت باوري كړې شي۔ده ووئيل صدر مملکت آصف علي زرداري هم د اقلیتونو د حقونو تحفظ او هغوي له د ژوند په ټولو څانګو كښې برابر موقعې وركولو له لوظي دے۔د سېنېټ چیئرمېن په نوكرو كښې د ميرمنو او اقليتونو په كوټه كښې د زياتوالي او سېنېټ كښې اقلیتونو له د 4 فیصده نمائندګغ وركولو له د هڅو ذكر هم وكړو۔

مزید خبریں