لاهور 11 اګست (اے پي پي) د استحکام پاکستان پارټي د سینټرل ایګزیکټو کمېټۍ غونډه د مرکزي صدر عبدالعلیم خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د هېواد په موجوده سیاسي صورتحال او د ګوند په چارو تفصیلي غور وشو۔د ګوند د اړخه جاري پرېس ریلیز له مخې مرکزي صدر او وفاقي وزیر عبدالعلیم خان ووئيل د سرلښكر فیلډ مارشل حافظ سید عاصم منیر او د پاك پوځ په سوب …
د وفاقی وزیر عبدالعلیم خان په مشرۍ كښې د استحکام پاکستان پارټي د سینټرل ایګزیکټو کمېټۍ غونډه، د هېواد په موجوده سیاسي صورتحال او د ګوند په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
لاهور 11 اګست (اے پي پي) د استحکام پاکستان پارټي د سینټرل ایګزیکټو کمېټۍ غونډه د مرکزي صدر عبدالعلیم خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د هېواد په موجوده سیاسي صورتحال او د ګوند په چارو تفصیلي غور وشو۔د ګوند د اړخه جاري پرېس ریلیز له مخې مرکزي صدر او وفاقي وزیر عبدالعلیم خان ووئيل د سرلښكر فیلډ مارشل حافظ سید عاصم منیر او د پاك پوځ په سوب پاکستان ته په نړيواله كچه لويې مقام ترلاسه شوے، پاك پوځ په لږ وخت كښې په جنګ كښې دښمن له ماتې وركړې ده ۔ده ووئيل د ګوند لارښود دې د شهيدانو د كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړې كومو چې زمونږ لپاره قربانۍ وركړې دي۔ده ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته چې معرکه بنیان مرصوص د پاکستان تشخص بدل كړے او نن په نړۍ كښې مونږ ته د قدر او عزت په سترګه كتلے كيږي۔عبدالعلیم خان ووئيل د ګوند جوړيدو نه پس وړومبو ټاكنو كښې 8 غړي ټاكلے كيدل ډېر اهميت لري ،سیاست كښې حالات بدليږي،مونږ ټول د غم او خوشحالۍ ملګرې يو او انشاء الله په ګډه به ګوند لا قوي كوو۔ده ووئيل استحکام پاکستان پارټي په زړه پورې اولسي غونډې كړي۔ده ووئيل سېلاب ځپليو سيمو كښې هم د ګوند لارښود بايد د ځبليو مرسته وكړي۔ د آئي پي پي صدر په غونډه كښې د انټرا پارټی انتخابات او الیکشن کمېشن په توثیق د اظهار سره د ګوند لارښودو له مباركي وركړه، ګډون كوونكو ټولو غړو د ایګزیکټو کمېټۍ صدر عبدالعلیم خان ته د ګوند په بيا صدر ټاكلے كيدو مباركي وركړه او په هغه يې د بشپړ باور څرګندونه وكړه۔










