لاهور 11 اګست (اے پی پی) د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزیر اورنګ زیب خان کھچی وئيلي دي د وزیراعظم په سپارښتنه د قامي ورثې او كلتوري ډويژن ودې او بحالۍ له ټول وسائل كاروو،اردو ژبه زمونږ د تهذیب،كلتور او قامي وحدت علامت ده او دې ته ودي وركولو له به ټولو ادارو له په ګډه كار كول وي، د قامي شناخت ادارو كښې رائټ سائزنګ نه كيږي۔د دې …
د وزیراعظم په سپارښتنه د قامي ورثې او كلتور ډويژن ودې او بحالۍ له ټول وسائل كاروو۔وفاقي وزیر اورنګ زیب خان کھچي

مزید خبریں
لاهور 11 اګست (اے پی پی) د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزیر اورنګ زیب خان کھچی وئيلي دي د وزیراعظم په سپارښتنه د قامي ورثې او كلتوري ډويژن ودې او بحالۍ له ټول وسائل كاروو،اردو ژبه زمونږ د تهذیب،كلتور او قامي وحدت علامت ده او دې ته ودي وركولو له به ټولو ادارو له په ګډه كار كول وي، د قامي شناخت ادارو كښې رائټ سائزنګ نه كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اردو سائنس بورډ كښې د ډیجیټل پرنټنګ سیل پرانستې په موقع په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د قامی ورثې او كلتور ډویژن سینئر جوائنټ سیکرټري سبینو سکندر جلال، د اداره فروغ قومي زبان ډائریکټر جنرل پروفیسر ډاکټر محمد سلیم مظهر، د اردو سائنس بورډ ډائریکټر ضیا الله خان ، د اقبال اکیډمي ډائریکټر ډاکټر عبدالرؤوف رفیقي ، د پنجاب يونيورسټغ د اداره زبان او ادبیات ډائریکټر پروفیسر ډاکټر بصیره عنبرین او ټیوټا ټرېننګ ډائریکټر عنبرافضل چټھه پشمول نورو هم موجود وو۔وفاقي وزیر ووئيل د وزیراعظم محمد شهباز شریف په سپارښتنه حکومت د قامې ورثې او كلتور ودي او بحالۍ ته پام لرنه كوو، د تاریخي ځايونو ، روایتی فنون، ژبو او كلتوري هلو ځلو حفاظت او پرمختګ لپاره بجټ، پوهان او جدید سهولیات پشمول ټول شته وسائل استعماليږي،دا اقدامات نه يواځې د هېواد تاریخی پېژندګلو محفوظه ساتلو كښې مرستياله وي بلکه د قامي ژبو ، سیلګرۍ او معیشت وده كښې هم مهم کردار ترسره كوي ۔










