وګړي د كوم امتياز نه غېر د مذهب و مسلك يو برابر حقونو٬ انصاف او د احترام يو ډول حقدار دي٬ وفاقي وزير اعظم نذير تاررړ

اسلام آباد ۔ 11 اګست (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نزير تارړ وئېلي دي د اقليتونو قامي ورځ مونږ ته د هغې لوظ د تجديد موقع راكوي چې د ګران وطن هر وګرے د كوم امتياز نه غېر د مذهب و مسلك يو برابر حقونو ٬ انصاف او د احترام يو ډول حقدار دي٬ قائداعظم محمد علي جناح د يو داسې پاكستان خوب وړاندې كړے ؤ …

اسلام آباد ۔ 11 اګست (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نزير تارړ وئېلي دي د اقليتونو قامي ورځ مونږ ته د هغې لوظ د تجديد موقع راكوي چې د ګران وطن هر وګرے د كوم امتياز نه غېر د مذهب و مسلك يو برابر حقونو ٬ انصاف او د احترام يو ډول حقدار دي٬ قائداعظم محمد علي جناح د يو داسې پاكستان خوب وړاندې كړے ؤ چرته چې د مذهب شهريت يا موقعو په لاره كښې كوم خنډ نه وي۔ د ګل په ورځ د بشري حقونو وزارت نه جاري خبر پاڼې تر مخه وفاقي وزير د اقيتونو ورځ په اړه خپل پيغام كښې ووئېل مونږ ته اسلام هم دا درس راكوي چې د ټولو وروروليو د حقونو تحفظ ٬ هم غږۍ له وده وركول او عدل و انصاف په هر حال كښې قائم اوساتئ۔ راځې چې ټول په ګډه يو داسې پاكستان تشكليل كړو چرته چې تنوع زمونږ پېژندګلو ٬ اتحاد زمونږ طاقت او انصاف زمونږ شعار وي۔

مزید خبریں