هند اوس هم په سیمه کښې د عدم استحكام پيدا كوي٬ د هند د هر ډول جارحيت به په زړه پورې ځواب وركولې شي- فیلډ مارشل سید عاصم منیر په امریکا کښې میشته پاکستانیانو ته وینا

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر ووئیل هند اوس هم په سیمه کښې عدم استحكام پيدا كوي ٬ د هند د هر ډول جارحيت به پھ زړه پوري ځواب وركولې شي ٬ د افغانستان څخه د فتنۀ الخوارج پشمول ځيني ترهګرې ډلې د پاکستان په ضد متحرك دي ٬ ترهګر به بشپړ قوت سره د انصاف سره مخ كولې شي …

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر ووئیل هند اوس هم په سیمه کښې عدم استحكام پيدا كوي ٬ د هند د هر ډول جارحيت به پھ زړه پوري ځواب وركولې شي ٬ د افغانستان څخه د فتنۀ الخوارج پشمول ځيني ترهګرې ډلې د پاکستان په ضد متحرك دي ٬ ترهګر به بشپړ قوت سره د انصاف سره مخ كولې شي ۔ د اتوار په ورځ د ائي اېس پي آر له خوا جاري شوې بيان له مخې د امریکا دورې په مهال د پاك پوځ سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر پاکستاني كميونټي ته په وینا کښې ووئیل په امریکا کښې میشتو پاکستانیانو ته وینا کول زما لپاره د ویاړ خبره ده۔ په بهر کښې میشته پاکستانيان د عزت او وقار سرچشمه او د نورو پاکستانیانو په شان د جوش څخه ډك دي ۔په بهر کښې میشته پاکستانيان “د برين ډرين نه نه، بلکه د برين ګين ” دي۔ ده وئويل هند غواړي ځان د “وشوا ګرو” په توګه وړاندې کړي، خو په عملي توګه داسې هېڅ نه دي۔ د هند د خفيه ايجنسي “را” د ټرانس نېشنل ترهه ګرۍ هلو ځلو كښې شموليت په نړيواله كچه د تشويش وړ دے ۔د دې مثال په کاناډا کښې د سکھ لارښود وژل ، په قطر کښې د 8 هندي نيول افسرانو معامله ، او د کلبوشن یادیو په شان پېښې دي۔فیلډ مارشل سید عاصم منیر ووئیل پاکستان د هند امتيازي او دوه ګونو پاليسو په ضد كامياب سفارتي جنګ كړې ۔ د هند اوسنې جارحيت چې د شرم وړ بهانو سره ترسره شوي، د پاکستان د خپلواکۍ خلاف ورزي ئې کړې او بے ګناه وګړي ئې وژلي دي۔ د هند دې جارحيت سیمه د یو خطرناکې جګړې ته رسولې وه، چې په کښې هر ډول غلطي به یو لوی دوه اړخیزه ټکر ته رسيدل وو۔ده ووئيل پاکستان د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ مننه كوي چې د هغه د ستراتیژیکي مشرتابه له امله نه یوازې د هند او پاکستان تر منځه جګړه ودرېدله، بلکه په نړۍ کښې ډېرې روانې جګړې هم ودرولې دي۔ پاکستان د دې جارحيت په ضد په زړه پورې ځواب وركړې، موږ په پراخه توګه د شخړې د مخنیوي په اړه بریالي شوې ۔ هند اوس هم په سیمه کښې عدم استحكام پيدا كوي۔ پاکستان دا واضحه كړې چې د هند د هر ډول جارحيت به غاښ ماتوونکی ځواب ورکول کېږي۔هغه ووئیل کشمیر د هند داخلي مسئله نه، بلکه یوه نامکمله نړیواله ايجنډا ده ٬ لکه څنګه چې قائد اعظم وئیلي و کشمیر د پاکستان “شه رګ ” دی۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه هم په دې اړه شته او پاکستان به دغو قراردادونو بشپړ ملاتړ کوي۔ ده ووئيل یوازې د یو نیمې میاشتې په وقفه کښې زما دويمه دوره د پاکستان او امریکا تر منځه د اړیکو په اړه د يو نوي اړخ علامت دے ۔ د دې دورو مقصد د اړیکي په يو تعميري ، كوټلي او مثبت پلو روانول دي ۔فیلډ مارشل سید عاصم منیر ووئیل، په غزه کښې روانه نسل كشي یوه بده انساني الميه ده چې په نړیواله او سیمه يیزه کچه ئې سختې اقرات رامخې ته كيږي ۔ د افغانستان څخه ډېرې ترهګرې ډلې، چې په کښې فتنۀ الخوارج شاملې دي، د پاکستان په ضد فعاله ي ۔ ده ووئيل زمونږ پرمختګ او سوکالي په ټوله نړۍ کښې د میشتو پاکستانیانو سره تړلې ده۔ دا مهال پاکستان د ترهګرۍ په ضد آخري فصيل دے ۔د ترهګرو لپاره هېڅ همدردي نه لرو او دوی به په بشپړ قوت سره د انصاف سره مخ كولې شي ۔ د پوځ سرلښكر ووئيل په بهر کښې د میشتو پاکستانیانو د خپل ګران هېواد سره مینه او تړون یو څرګند حقیقت دی۔ د بيړنو پېښو په وخت کښې هم په بهر کښې میشته پاکستانيان د مرستې په غوښتنه تر ټولو اول لبیك وائي ۔د سوشل ميډيا په اړه فیلډ مارشل سید عاصم منیر ووئیل د نن ورځې سوشل ميډيا یوه قوي ذريعه جوړھ شوي، خو د هېواد دښمن عناصر ئې د “خود ساخته اړي ګړي ” لپاره هم کاروي۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر د قرآن کریم یو آیت حواله وركړه “اے مؤمنانو! که فاسق تاسو ته کوم خبر راوړي، ښه پلټنه وکړئ، ترڅو چې ناپوهۍ څخه چا ته زیان ونه رسوئ او بیا په خپلو کړو پښیمانه نه شئ۔ ده ووئيل د نوي نسل سوچ، اړیکې او ترجيحات مختلف دي په دې پوهېدلو له وخت ته اړتيا ده ۔ د امریکا سره د ممكنه تجارتي معاهدے له امله دج لوئ سرمايه كارۍ هيله لرو ۔د نړیوالو اړیکو په په محاذ هم پاكستان لوئ كاميابۍ ترلاسه كړي ۔ ده وئويل د امریکا، سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او چین سره بېلا بېل يادښتونو عمل درآمد روان دے كوم به اقتصادي مرستې او او سرمايه كارۍ ته وده وركړي ۔ ده ووئيل زمونږ 64 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمل ده كوم به چې سباؤن كښې مهم كردار ترسره كړي ۔ ده وئويل د هند په ضد په سفارتي او امنیتي ډګر اوسنۍ كاميابي ، د الله تعالی رحمت، د قوم شريكي هڅې، د سیاسي مشرتابه استقامت او زموږ د زړورو ځواکونو د بېشه وره پوهو نتيجه ده۔

مزید خبریں