وزيراعظم شهباز شریف د آذربایجان صدر الهام عليوف سره ټیلیفوني خبرې،د امن په تاریخي لوظنامه صدر عليوف او آذربایجان ولس له مبارکي ورکړه

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف د آذربایجان صدر الهام عليوف سره ټیلیفوني خبرې وکړې۔ وزيراعظم د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ په ثالثۍ كښې اوسنيو كښې د آذربایجان او آرمينيا ترمنځه شوې د امن په تاریخي لوظنامه صدر عليوف او د آذربایجان ولس له مبارکي ورکړه۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دوستۍ په دغه …

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف د آذربایجان صدر الهام عليوف سره ټیلیفوني خبرې وکړې۔ وزيراعظم د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ په ثالثۍ كښې اوسنيو كښې د آذربایجان او آرمينيا ترمنځه شوې د امن په تاریخي لوظنامه صدر عليوف او د آذربایجان ولس له مبارکي ورکړه۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دوستۍ په دغه ټیلیفوني خبرو کښې وزيراعظم شهباز شریف د آذربایجان او ارمينيا تر منځه درې لسیزې زړې شخړه په امناكه ډول انجام ته په رسولو او سیمه کښې د سوکالۍ نوی دور په پېل كيدو د صدر الهام عليوف د بصیرت لرونکي كردار وستائلو۔وزيراعظم د دې تاریخي لوظنامي په كولو د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ كردار هم وستائلو۔ صدر عليوف د كاراباخ په اړه د پاکستان د اوږدې مودې او دوامداره ملاتړ ستائنه وکړه۔ وزيراعظم ووئیل د پاکستان ولس د دې بنيادي مسئلې په اړه د خپلو آذربایجاني وروڼو او خویندو سره ولاړ دے او دا د خبره د خوشحالۍ ده چې صدر عليوف په زړور او هوښیارانه مشرتابه کښې په دې سيمه كښې امن راغلو۔ صدر عليوف د وزيراعظم شهباز شریف مننه كولو سره ووئيل چې په سیمه کښې د امن فضا به د پاکستان او منځنۍ اسیاﺀ هېوادونو ترمنځه د پرمختګ او اړیکو لپاره نوي موقعې پيدا كړي۔دواړو مشرانو د دوه اړخیزه مرستي په مثبت انداز هم د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د لاچن او خانکندي كښې په اوسنيو كښې د خبرو اترو ذكر كولو سره وزيراعظم صدر عليوف ته ډېر زر د پاکستان دورې كولو بلنه وركړه۔ دواړو مشران د شنګهائی مرستي تنظيم مشرانو په غونډه كښې تيانجن كښې هم ملاقات متوقع دې۔

مزید خبریں