عرفان صدیقي د پاكستان د الوتكو رانسكورولو د هند د هوائي ځواك ادعا رد کړه

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د مسلم لیګ (ن) سناتور عرفان صدیقي د هند د اړخه د پاكستان 5 جټ الوتكو رانسكوره كولو هند د هوائي ځواك مشر ائېر مارشال اے پي سینګ ادعا رد کولو سره هغه دروغ، بے بنسټه او او بې شرمي وګرځوله۔د اتوار په ورځ په یوه مرکه کښې سناتور عرفان صدیقي په کلکه د هند دا ادعا رد کولو سره ووئيل دې ډول …

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د مسلم لیګ (ن) سناتور عرفان صدیقي د هند د اړخه د پاكستان 5 جټ الوتكو رانسكوره كولو هند د هوائي ځواك مشر ائېر مارشال اے پي سینګ ادعا رد کولو سره هغه دروغ، بے بنسټه او او بې شرمي وګرځوله۔د اتوار په ورځ په یوه مرکه کښې سناتور عرفان صدیقي په کلکه د هند دا ادعا رد کولو سره ووئيل دې ډول دروغو سره د د هند پوځي كاميابۍ دروغجن عكس سره د هند ناامیدي څرګنده شوي او د نړیوال باور ته ئې زیان رسولی دی۔ ده ووئيل د اوږدې مودي چپ پاتې كيدو نه پس دا بې بنسټه ادعا یوازې د نړۍ تېر ایستلو او بے ځایه تناؤ له هوا وركولو هڅه ده۔عرفان صدیقي د هند دا بیان په بشپړه توګه جعلي، دوکه ورکونکی او د هند ولس او نړیوالې ټولنې تېر ایستلو یوه ناکامه هڅه ګرځولي۔ده ووئيل داسې ښکاري چې هند ټوله نړۍ ړنده او ناخبره ګڼي۔ هغه په دې زور راوړو چې 95 ورځي پس هم وزیراعظم مودي په پارلمان كښې اوږد تقرير او د پاكستان واضح سركاري موقف باوجود د هند قيادت د اړخه بشپړه خاموشي ده۔ده ووئيل اوس ناڅاپه د هند د هوائي ځواك مشر په سپينو دروغو وئیلو لاس پورې کړی چې ورسره به په نړیواله کچه د هند باور ته زیان ورسوي۔ده ووئيل د هند د هوائي ځواك د مشر ناڅاپي او دروغجنه ادعا به په نړیواله کچه هند نور هم شرمنده کړي۔د یوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د مسلم لیګ (ن) مشرتابه د بهرنیو خطرو او او کورنیو چيلنجونو مقابله كولو له کلك او متحد ولاړ دی او د هېواد د ګټو دفاع له لوظي دې۔

مزید خبریں