معركه حق د آزادۍ ورځ٬ قومي پرمختګ كښې د پاکستاني اتلانو روښانه قيصے

اسلام آباد 10 اګست(اے پي پي) د معركه حق آزادۍ ورځ په موقع قومي پرمختګ ٬ علم او خذمت سره د قوم سباؤن رښوانه كونكو اتلانو ته د پيرزوئينې سلسله روانه ده۔ د پاکستان د سباؤن یو اتل او د سماجي كاركن هدایت الله، خپله روښانه قيصه بیانولو سره ووئيل زه د چترال یم او د كال 1988 راهیسې د زده کوونکو خدمت کوم۔ هغه ووئیل ما د الخدمت فاونډېشن …

اسلام آباد 10 اګست(اے پي پي) د معركه حق آزادۍ ورځ په موقع قومي پرمختګ ٬ علم او خذمت سره د قوم سباؤن رښوانه كونكو اتلانو ته د پيرزوئينې سلسله روانه ده۔ د پاکستان د سباؤن یو اتل او د سماجي كاركن هدایت الله، خپله روښانه قيصه بیانولو سره ووئيل زه د چترال یم او د كال 1988 راهیسې د زده کوونکو خدمت کوم۔ هغه ووئیل ما د الخدمت فاونډېشن د لارې د چترال زده کوونکو لپاره یو هاسټل جوړ كړې او د دې هاسټل په وجه د چترال زده کوونکو سره رابطه كښې يم او د هغوی ده ستونزو څخه خبر شو۔هدایت الله ووئیل چې د تعليم نه علاوه مخ په وړاندې تګ بله كومه لاره نشته۔ده ووئيل ما یو داسې زده کوونکی له حوصله وركړې چې هغه به بيا بيا فيل كيدو او هغه له مو د مسئلو د حل كولو باور وركړي۔ده ووئيل کله چې زده کوونکي ما ته د خپلو مالي مسئلو په اړه ووئيل، ما ورته په پوهنتون کښې د داخلې باور وركړو۔ کله چې زده کوونکي په بي کام كښې ټاپ پوزيشن ترلاسه كړو نو ما خپل یوه دوست ته په پېښور کښې د هغه د زده کړو د فیس لپاره ووئیل۔ نن هغه زده کوونکی د پېښور د آئن اسټائن انسټی ټیوټ آف مینجمنټ سائنسز ډائریکټر دی۔هدایت الله ووئيل ما د یو زده کوونکي څخه پیل کړی و او نن هر کال تر 100 څخه زيات و زده کوونکو سره مالي مرسته کوو۔ د هېواد په بېلا بېلو تعلیمي ادارو كښې د چترال زده کوونکو سره مرسته کوي۔ ده ووئيل په بېلابېلو تعلیمي ادارو کښې هر کال د چترال د ماشومانو لپاره پنځه کروړه روپۍ فیس معاف کېږي۔ مونږ غواړو “روز” تعلیمي مرکز ټول پاکستان كښې خپور كړو۔ د پاکستان خاوره الله تعالی مونږ ته راکړې ده او د هغې د جوړولو لپاره باید ټول په ګډه کار وکړو۔ ده ووئيل یوازې د زده کړو د لارې مونږ په هېواد کښې پرمختګ او سوکالي راوستلې شو۔ مونږ باید ناامیده نه شو، بلکه د هېواد په پرمختګ کښې خپله برخه واخلو۔ د ټولنې ذمه واري ده چې هغه ماشومانو سره مرسته وکړي چې مالي صورتحال ئې کمزوری دی۔

مزید خبریں