اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وئیلي چې د هند د هوائي ځواك مشر بيان په هند کښې د مودي د شمشان ګهاټ كښې سوزيدلې او ايره شوې سياست ژوندي كولو ناكامه هڅه كړي۔ دغه ډول ناوړه هڅې د هند پاتې وقار هم خاورو سره خاورې کړو۔د اتوار په ورځ په اېکس په خپل پوسټ کښې هغه وئیلي چې د هند د هوائي ځواك …
د هند د هوائي ځواك مشر بيان د هند پاتې وقار هم ختم كړو- د دفاع وزیر خواجه محمد آصف

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وئیلي چې د هند د هوائي ځواك مشر بيان په هند کښې د مودي د شمشان ګهاټ كښې سوزيدلې او ايره شوې سياست ژوندي كولو ناكامه هڅه كړي۔ دغه ډول ناوړه هڅې د هند پاتې وقار هم خاورو سره خاورې کړو۔د اتوار په ورځ په اېکس په خپل پوسټ کښې هغه وئیلي چې د هند د هوائي ځواك مشر درې میاشتې پس د خوبه راپاڅېدلی او فکر ئې کړی چې مونږ د پاکستان الوتکې ویجاړې کړې دي۔ د هغه دا بيان په هند کښې د مودي د شمشان ګهاټ كښې سوزيدلې او ايره شوې سیاست د راژوندي کولو یوه ناکامه هڅه ده۔ده ووئیل چې مودي په خپل هېواد او نړۍ کښې د ناکامۍ سره مخ شوی، او دغه ډول ناوړه هڅې به د هند پاتې وقار هم د خاورو سره خاورې کړي۔










