د پارلیمان سرلوړي،د آئین حکمرانی او د جمهوریت تسلسل د هېواد د د پرمختګ او سوكالۍ ضمانت دے،پارلیمان د اوسي هيلو ترجمان دے،د كوټلي قانون سازۍ سره د اولسي مسئلو حل ممكن دے۔ د قومی اسمبلۍ اسپیکر سردار ایاز صادق

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ اسپیکر سردار ایاز صادق د پاکستان دستور ساز اسمبلۍ جوړيدو 78مي سالګري په موقع په خپل پیغام كښې وئيلي چې د پارلیمان سرلوړي،د آئین حکمرانی او د جمهوریت تسلسل د هېواد د د پرمختګ او سوكالۍ ضمانت دے،پارلیمان د اوسي هيلو ترجمان دے،د كوټلي قانون سازۍ سره د اولسي مسئلو حل ممكن دے۔د قومی اسمبلۍ سیکرټریټ د اړخه د خالي …

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ اسپیکر سردار ایاز صادق د پاکستان دستور ساز اسمبلۍ جوړيدو 78مي سالګري په موقع په خپل پیغام كښې وئيلي چې د پارلیمان سرلوړي،د آئین حکمرانی او د جمهوریت تسلسل د هېواد د د پرمختګ او سوكالۍ ضمانت دے،پارلیمان د اوسي هيلو ترجمان دے،د كوټلي قانون سازۍ سره د اولسي مسئلو حل ممكن دے۔د قومی اسمبلۍ سیکرټریټ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بیان كښې د قومی اسمبلۍ اسپیکر ووئيل په 10 اګست 1947 د دستور ساز اسمبلۍ په کراچۍ كښې شوي وړومبۍ غونډه د بانیانِ پاکستان د جمهوری سوچ او اولسي هيلو عملی څرګندونه وه۔هغه ورځ زمونږ د تاریخ يوه كاميابي ده كوم چې نوې نسل د جمهوری اقدار، آئینی روایات او پارلیمانی کردار څخه د خبرولو ښه ذریعه ده۔د قومی اسمبلۍ اسپیکر ووئيل پارلیمان نه يواځې د 25 کروړ اولس نمائندہ ادارہ ده بلكه د اولسي ښېګرے د دې بنیادی فریضه ده۔هېواد ته د پېښو چیلنجونو مخنيوي لپاره كوټلي او په وخت قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ده ووئيل شفافیت، کفایت شعاری او جدید انتظامی اصلاحات تر نظر ساتلو سره د ایوان کارکردګی ښه كولو له ګڼ اقدامات كوو۔ده د پارلیمان قوي كولو او جمهوریت ودي لپاره سیاسی قوتونو ته د سیاست څخه بالاتر يو موټې كيدو سره په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔په دې موقع ډپټي اسپیکر سید غلام مصطفیٰ شاہ ووئيل پارلیمان د هېواد د وحدت علامت او 25 کروړه اولس اجتماعی دانش مرکز دے۔ده ووئيل مونږ د كوټلي قانون سازۍ، شفاف طرزِ حکمرانی او اولسي مسئلو اوږدې مودي حل د لارې هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روانولې شو۔

مزید خبریں