اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف په ریاض كښې كيدونكې 9م فیوچر انویسټمنټ انیشی ایټو فورم كښې ګډون لپاره بلنه قبوله كړه۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف سره په پاکستان كښې تعینات د سعودی عرب سفیر نواف بن سعید المالکی په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د سعودی سفیر وزیر اعظم له په …
وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د سعودی سفیر نواف بن سعید المالکی ملاقات، وزیراعظم ریاض كښې د كيدونكي 9م فیوچر انویسټمنټ انیشی ایټو فورم كښې د ګډون لپاره بلنه قبول کړه

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف په ریاض كښې كيدونكې 9م فیوچر انویسټمنټ انیشی ایټو فورم كښې ګډون لپاره بلنه قبوله كړه۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف سره په پاکستان كښې تعینات د سعودی عرب سفیر نواف بن سعید المالکی په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د سعودی سفیر وزیر اعظم له په 27-30 اکتوبر ریاض كښې كيدونكې 9م فیوچر انویسټمنټ انیشی ایټو فورم كښې كډون لپاره د ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود د اړخه لاس ليك شوې دعوت نامه وركړه۔ کنفرنس كښې د ګډون بلنه قبلولو سره وزیر اعظم په دعوت نامه رالېږلو د ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان مننه وكړه۔وزیراعظم د خادم حرمین شریفین شاه سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د ملاقات په مهال د سيمي په اوسني پیش رفت هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ملاقات كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د وزیر اعظم صلاحكار طارق فاطمی او ډاکټر توقیر شاه هم موجود وو۔










