د لټون عملياتو كښې د هند نور 14 سپانسرډ خوارج ووژل شول۔آئی اېس پی آر

راولپنډي 09 اګست (اے پي پي) امنيتي ځواكونه سمبازه (ژوب) كښې د لټون عملياتو په مهال د هند نور 14 سپانسرډ خوارج وژلو نه علاوه وسله ، ګوله بارود او توكي هم برآمد كړې دي ، په 7۔8 اګست 2025 ضلع ژوب په سمبازه سيمه كښې امنيتي ځواكونو د كامیاب عملياتو په مهال 33 خوارج وژلې دي دغسې د 9 اګست 2025 په شپه پاكستان ۔افغانستان پوله ايزه سيمه كښې …

راولپنډي 09 اګست (اے پي پي) امنيتي ځواكونه سمبازه (ژوب) كښې د لټون عملياتو په مهال د هند نور 14 سپانسرډ خوارج وژلو نه علاوه وسله ، ګوله بارود او توكي هم برآمد كړې دي ، په 7۔8 اګست 2025 ضلع ژوب په سمبازه سيمه كښې امنيتي ځواكونو د كامیاب عملياتو په مهال 33 خوارج وژلې دي دغسې د 9 اګست 2025 په شپه پاكستان ۔افغانستان پوله ايزه سيمه كښې د لټون او ترهه ګرو خاتمے لپاره عمليات شوي۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئی اېس پی آر) د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې پریس ریلیز كښې وئيلي شوې چې سمبازه شا او خوا سيمو كښې د لټون عمليات شوي،د عملياتو په مهال وژلې شوي خوارج شميره 47 ته رسيدلې۔بیان كښې وئيلي شوې چې امنيتي ځواكونه د هېواد پولو محفوظولو او د پاكستان امن، استحكام او پرمختګ ته زيان رسونكو هڅو شنډولو له لوظي دې۔

مزید خبریں