د پاکستان او اسيان هنرمندانو زړه راښکونکې نندارې، د اسيان 58مه ورځ په اسلام اباد کښې ولمانځل شوه

اسلام اباد 09 اګست (اے پي پي) پاکستان د اسيان د 58مې ورځې په دستورو كښې خپل کلتوري ورثه په ډېر ښکلي ډول وښودله۔دا دستوري د نیفټي سفیئر انسټیټیوټ آف آرټس او ډیزاین په مرسته شوي وې، چې په کښې زدكونكو ګډا ٬ موسیقۍ او روائتي فنون د لارې د پاکستان تهذيبي روايات رامخې ته كړل ۔ د دغو دستورو مقصد د پاکستان او اسيان هېوادونو ترمنځه کلتوري همغږي، سیاسي …

اسلام اباد 09 اګست (اے پي پي) پاکستان د اسيان د 58مې ورځې په دستورو كښې خپل کلتوري ورثه په ډېر ښکلي ډول وښودله۔دا دستوري د نیفټي سفیئر انسټیټیوټ آف آرټس او ډیزاین په مرسته شوي وې، چې په کښې زدكونكو ګډا ٬ موسیقۍ او روائتي فنون د لارې د پاکستان تهذيبي روايات رامخې ته كړل ۔ د دغو دستورو مقصد د پاکستان او اسيان هېوادونو ترمنځه کلتوري همغږي، سیاسي همکاري او اقتصادي ملګرتیا له لا وده وركول وو ۔ په دغه دستورو كښې د اسيان غړو هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی وو، چې مشري ئې د میانمار سفیر او په اسلام اباد کښې د اسيان کمېټې چئيرمېن ونا هان کوله۔ د قومي ورثې او کلتور وفاقي وزیر اورنګزیب خان کچي د دغه دستورو مشر ميلمه وو ۔ د قومي ورثې او کلتور وزارت اعلامیې له مخې وفاقي وزیر په خپله وینا کښې د اسيان هېوادونو ته د 58مې کلیزې مبارکي ورکړه او دا ئې “د سیمه ایز بدلون یو ښه مثال ” او د پرمختللې نړۍ لپاره یو تحريك وګرځولو ۔ هغه د پاكستان د 1993 راهیسې د “ويژن اېسټ ايشیاﺀ” پالیسۍ ترمخه د اوږدې مودې شعبه جاتي مكالمې شراكت دار په توګه كردار رامخې ته كړو ۔هغه د اسيان کمونټي وېژن 2025 كاميابه بشپړتیا وستائله او د وېژن 2045 لپاره ئې د پاکستان د بشپړ ملاتړ اعلان وكړو۔

مزید خبریں