کوئټه ۔ 08 اګست (اے پي پي ) د بلوچستان د پبلک هیلتھ انجینئرنګ و واسا وزير سردار عبدالرحمن کھیتران د 8 اګست 2016 پیښې شهيدانو ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د 8 اګست ورځ د بلوچستان د تاریخ توره ورځ ده ۔ د دې پیښې شهيدانو د خپلو فرائضو تر سره كولو او د انصاف علم هسك ساتلو لپاره د خپلو ځانونو نذرانه وړاندې كړې …
صوبائي وزیر سردار عبدالرحمن کھیتران د 8 اګست 2016 پیښې شهيدانو ته د عقیدت پېرزوئنې

مزید خبریں
کوئټه ۔ 08 اګست (اے پي پي ) د بلوچستان د پبلک هیلتھ انجینئرنګ و واسا وزير سردار عبدالرحمن کھیتران د 8 اګست 2016 پیښې شهيدانو ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د 8 اګست ورځ د بلوچستان د تاریخ توره ورځ ده ۔ د دې پیښې شهيدانو د خپلو فرائضو تر سره كولو او د انصاف علم هسك ساتلو لپاره د خپلو ځانونو نذرانه وړاندې كړې ۔ د هغوي قربانۍ به بے ځايه نه ځي۔ سردار عبدالرحمن کھیتران ووئېل د شهيدانو یاد به زموڼږ په زړونو كښې عمر له ژوندے وي او د هغوي مشن جاري ساتل زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ده د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونې كولو سره ووئېل د بلوچستان حكومت د دوي سره ولاړ دے او د دوي سره به هر ممکن مرسته روانه ساتي ۔ یاد دې وي په 8 اګست 2016 د نوموړې وکیل بلال انور کاسي د قتل نه پس ګن شمېر وکيلان په سول هسپتال کوئټه كښې را جمع وو چې په هسپتال كښې ځان مرګې چاودنه وشوه چې پكښې د 70 نه زيات وکيلان او وګړي شهیدان او ګڼ شمېر ژوبل شول۔











