د بنو ډي آئي جي د موسیٰ خیل لکي مروت مشرانو سره مهمه جرګه ، د امن و امان صورتحال جاج واغستلے شو

پیښور۔ 08 اګست (اے پي پي )د بنو ډپتي انسپکټر جنرل آف پولیس سجاد خان پخپل دفتر كښې د موسیٰ خیل لکي مروت مشرانو سره يوه مهمه جرګه كړې ده چې پكښې پولیس افسران هم شریک وو ۔ پولیس تر مخه د جرګې مقصد سيمه كښې د امن و امان د مجموعي صورتحال جاج اغستل ، اولسي مسائل اورېدل او مشرانو سره روابط لا مضبوطول وو۔ د موسیٰ خیل لکی …

پیښور۔ 08 اګست (اے پي پي )د بنو ډپتي انسپکټر جنرل آف پولیس سجاد خان پخپل دفتر كښې د موسیٰ خیل لکي مروت مشرانو سره يوه مهمه جرګه كړې ده چې پكښې پولیس افسران هم شریک وو ۔ پولیس تر مخه د جرګې مقصد سيمه كښې د امن و امان د مجموعي صورتحال جاج اغستل ، اولسي مسائل اورېدل او مشرانو سره روابط لا مضبوطول وو۔ د موسیٰ خیل لکی مروت مشرانو خپلو سيمو ته په پیښو چیلنجز، جرائمو، سماجي بد كارئيو او د امنيت په چارو تفصیلي خبرې وكرې۔ ډي آئي جي د مشرانو ګېلې په غور واورېدې او باور يې وركړو چې اولس ته محفوظ او امناك ماحول وركولو لپاره به پولیس ټول ممکن اقدامات وكړي۔ سجاد خان ووئېل پولیس او د اولس اعتبار او مرسته د امن بنیاد دے۔ هغه د موسیٰ خیل لکی مروت د مشرانو مثبت کردار ستائېلو سره ووئېل ستاسو مرسته د امن راوستو كښې ښكاره حیثیت لري ۔ مشرانو هم پولیس سره د هر ممکن مرستې باور وركولو سر د امن ودې لپاره د خپل کردار ادا کولو د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں