اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د هېواد د توان څانګي ته د پېښو چيلنجونو جاج واخستلے شو ۔ د نائب وزیراعظم آفس له مخې په غونډه كښې د پاور وفاقی وزیر اوېس احمد خان لغاری، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، پاور ریفارمز او اېس آئي ایف سي نېشنل کمیټیز، فنانس اینډ پاور سیکرټریز او …
د نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د توان څانګي ته د پېښو چيلنجونو په اړه د جاج اغستو غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د هېواد د توان څانګي ته د پېښو چيلنجونو جاج واخستلے شو ۔ د نائب وزیراعظم آفس له مخې په غونډه كښې د پاور وفاقی وزیر اوېس احمد خان لغاری، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، پاور ریفارمز او اېس آئي ایف سي نېشنل کمیټیز، فنانس اینډ پاور سیکرټریز او نورو چارواكو ګډون وكړو۔د غونډي په مهال د توان د بيعو ټاكلو تګلارې ، سبسډی انتظام او د ټرانسمیشن و ډسټری بیوشن زيانونو كښې د كمي پشمول مالیاتی استحکام او تل پاتي استحکام متاثر كوونكو مسئلو باندې د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔نائب وزیراعظم او خارجه وزير اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه وكړه چې د څانګو استحکام باوري كولو سره د دې چیلنجونو مخنيوي لپاره كوټلي او د عمل وړ اقدامات تجویز کړي











