اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د خزاني وزیر مملکت بلال اظهر کیانی وئيلي دي د پاکستان د زرمبادله پانګې 20 اربه ډالره څخه زياتيدل د هېواد معیشت د استحکام او د ښې مالیاتی تګلاري څرګندونه ده۔ د زيارت په ورځ ډیجیټل نېشنل سمټ ته وينا كښې ده ووئيل دا مهال سټیټ بینک آف پاکستان سره 15 اربه ډالره دغسې کمرشل بینکونو سره 5.5 اربه ډالره پانګي پرتې دي۔بلال …
د پاکستان د زرمبادله پانګې 20 اربه ډالره څخه زياتيدل د هېواد معیشت د استحکام او ښې مالیاتی تګلاري څرګندونه ده۔د خزاني وزیر مملکت بلال اظهر کیانی ډیجیټل نېشنل سمټ ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د خزاني وزیر مملکت بلال اظهر کیانی وئيلي دي د پاکستان د زرمبادله پانګې 20 اربه ډالره څخه زياتيدل د هېواد معیشت د استحکام او د ښې مالیاتی تګلاري څرګندونه ده۔ د زيارت په ورځ ډیجیټل نېشنل سمټ ته وينا كښې ده ووئيل دا مهال سټیټ بینک آف پاکستان سره 15 اربه ډالره دغسې کمرشل بینکونو سره 5.5 اربه ډالره پانګي پرتې دي۔بلال اظهر کیانی ووئيل د موجودہ حکومت معاشی پالیسو په سوب هېواد د میکرو اکنامك استحکام پلو روان دے۔ده ووئيل د ګرانۍ شرح او پالیسی ریټ كښې كمے راغلے چې ورسره کاروباري او د سرمایه کارۍ ماحول كښې ښه والے راغلے۔ده ووئيل د حکومت راروان هدف كوټلې اقتصادی پرمختګ دے كوم لپاره چې برآمدات ته وده وركولو، صنعتی پیداوار زياتولو او ټیرف اصلاحات په شان اقدامات کوو۔وزیر مملکت ووئيل حکومت د معیشت ډیجیټلائزیشن ته خاص پام لرنه كوي دغسې چې د ټیکنالوجی د لارې شفافیت او کارکردګي ښه كړې شي











