اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي سټینډنګ کمېټۍ كښې 20 نمائندګان وي كوم چې د پی اېس ډی منصوبو د چارو جاج اخلي او قائمه کمېټو كښې د هر سیاسی ګوند نمائندګی وي كومه چې د پی اېس ډی پی نګرانی کوي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د صاحبزادہ صبغت اللہ د پی اېس ډی پی منصوبو كښې د …
سټینډنګ کمېټۍ كښې 20 نمائندګان وي كوم چې د پی اېس ډی منصوبو د چارو جاج اخلي ۔ د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي سټینډنګ کمېټۍ كښې 20 نمائندګان وي كوم چې د پی اېس ډی منصوبو د چارو جاج اخلي او قائمه کمېټو كښې د هر سیاسی ګوند نمائندګی وي كومه چې د پی اېس ډی پی نګرانی کوي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د صاحبزادہ صبغت اللہ د پی اېس ډی پی منصوبو كښې د تکنیکې عملې سره سره د اولسي نمائندګانو شاملولو په اړه په ضمنی پوښتنه د قامي اسمبلۍ سپیکر ووئيل سټینډنګ کمېټۍ كښې 20 نمائندګان وي كوم چې د چارو جاج اخلي۔ده ووئيل قائمه کمېټۍ كښې د هر سياسي ګوند نمائندګی وي كومه چې د ټول پی اېس ډی پی نګرانی کوي۔په دې اړه د صاحبزادہ صبغت اللہ د پوښتني په ځواب د پارلماني چارو وزیر مملکت چوهدری ارمغان سبحانی ووئيل نيغ په نيغه پبلك فنانس منیجمنټ ایکټ ترمخه محکمې پراجیکټ جوړوي او بيا پراجیکټ د پلاننګ لپاره ليږي۔په دې اړه كه كوم غړے څه مشكل لري نو قائمه کمېټۍ كښې دې معامله پورته كړي چرته به چې د هغه رهنمائی کولې شي۔











