د ګرانۍ شرح 23 فیصده وه كومه چې 5۔4 فیصد ته راوستلې شوې ۔ د خزاني وزیر مملکت

اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی) قامي اسمبلۍ ته د خزاني وزیرمملکت بلال اظهر کیانی وئيلي دي د ګرانۍ شرح 23 فیصده وه كومه چې 5۔4 فیصده ته راوستلې شويې ٬ دا د حکومت د ښو معاشی پالیسو نتیجه ده،په ګرانۍ قابو موندلو او د کمزورو طبقو د خريدارۍ قوت لپاره اقدامات کوو۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پیر فیصل شاه جیلاني ګرانۍ كښې د كمي په …

اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی) قامي اسمبلۍ ته د خزاني وزیرمملکت بلال اظهر کیانی وئيلي دي د ګرانۍ شرح 23 فیصده وه كومه چې 5۔4 فیصده ته راوستلې شويې ٬ دا د حکومت د ښو معاشی پالیسو نتیجه ده،په ګرانۍ قابو موندلو او د کمزورو طبقو د خريدارۍ قوت لپاره اقدامات کوو۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پیر فیصل شاه جیلاني ګرانۍ كښې د كمي په اړه د ضمنی پوښتني په ځواب وزیرمملکت بلال اظهرکیانی ووئيل د ګرانۍ شرح 23 فیصده وه كومه چې 5۔4 فیصده ته راوستلې شوې۔ده ووئيل كله چې مونږ د 4 فیصد او 5 فیصد شرح خبره كوو نو دا په بيعو كښې د كمي مجموعه وي۔ده ووئيل د ګرانۍ شرح 12 فیصد ته د راتللو توقع وه خو په مشكل حالاتو كښې مونږ دا شرح 5 ۔ 4 فیصده ته راوستلو كښې بريالي شوې يو۔ ده ووئيل حکومت د يوې كوټلې پالیسۍ ترمخه د بيعو كمولو او د کمزورو طبقو د خريدارۍ قوت زياتولو لپاره هڅې كوي او دا هڅي به رواني ساتلې شي۔