د اوورسیز بانډز بدلولو موده په 9 ځل پراخه كړې شوه ، 99.5 فیصد بدل كړے شوي ۔ د خزاني وزیرمملکت بلال اظهر کیانی

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته د خزاني وزير مملکت بلال اظهر کیانی د اړخه وئيلي شوې دي د اوورسیز بانډز بدلولو موده په 9 ځل پراخه كړې شوې د كوم مجموعي ماليت چې 742 اربه روپۍ دے ٬ بانډز كښې 99.5 فیصد بدل كړے شوي دغسې 0.5 فیصده پاتي دي د كومو ماليت چې 3 اربه روپۍ جوړيږي كوم به چې د اوورسیز د درخواستونو …

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته د خزاني وزير مملکت بلال اظهر کیانی د اړخه وئيلي شوې دي د اوورسیز بانډز بدلولو موده په 9 ځل پراخه كړې شوې د كوم مجموعي ماليت چې 742 اربه روپۍ دے ٬ بانډز كښې 99.5 فیصد بدل كړے شوي دغسې 0.5 فیصده پاتي دي د كومو ماليت چې 3 اربه روپۍ جوړيږي كوم به چې د اوورسیز د درخواستونو له مخې ترسره كولې شي۔د زيارت په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمي په مهال د شاهدہ اخترعلی د اوورسیز لاکرز او بانډز په اړه د پوښتني په ځواب د خزاني وزیر مملکت بلال اظهر کیانی ووئيل د 742 اربه روپو بانډز وؤ كوم چې د فیټف جائزہ مودې څخه وړاندې معطل کړې شوي وو او وخت په وخت يې موده پراخه كړې شوې ٬ځيني کیسونو كښې 9 ځل مهلت وركرے شوے ٬ اوس يواځې 0.5 فیصده پاتي دي كوم چې د درې اربه روپو برابر دي۔دغسې په معطل كولو به اړوندي ادارې خبرولې شي۔ سید نوید قمر په دې لړ كښې ووئيل پرائز بانډز كښې وګړي انویسټمنټ كوي او ټولو كيسونو كښې د منی لانډرنګ مقصد نه وي۔د دې تصدیق لپاره بايد كومه تګلاره وضع كړې شي۔ بلال اظهر کیانی ووئيل د 742 اربه روپو په مجموعي بانډز كښې يواځې د 3 اربه روپو بانډز پاتي شوي دي ۔