وزیراعظم شهباز شریف مستونګ كښې د امنيتي ځواكونو په ګاړې د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د بلوچستان په مستونګ ضلع كښې د امنيتي ځواكونو په ګاړې د فتنته الهندوستان ترهه ګرو د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانو ته سلام كوو۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعظم په بريد كښې د شهيدو شوو پاك …

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د بلوچستان په مستونګ ضلع كښې د امنيتي ځواكونو په ګاړې د فتنته الهندوستان ترهه ګرو د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانو ته سلام كوو۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعظم په بريد كښې د شهيدو شوو پاك پوځ میجر محمد رضوان طاهر، نائیك ابن امین او لانس نائیك محمد یونس ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔وزیراعظم د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه او د غمجنو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ دغسې وزیراعظم په ځوابي کارروائی كښې د فتنتہ الهندوستان 4 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل امنيتي ځواكونه د هېواد حفاظت لپاره د پولادي ديوال غوندې ولاړ دې،ټول قام شهيدانو ته سلام كوي۔وزیراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي د ځواكونو قربانۍ به بے ځايه نه ځي،هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ بشپړه ختمولو له لوظي يو۔