د خيبر پښتونخوا وزيراعلی په سپارښتنه د ترچ مير غونډۍ ته ختلو له ډله روانه شوه

پېښور ۔ 06 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی په سپارښتنه د ترچ مير غوندۍ ته ختلو لپاره پاكستانۍ غر سر كونكې ډله روانه شوې ده۔ د خېبر پښتونخوا د سېلګرې څانګې وياند له مخې غر ختونكو لپاره د سېلګرۍ سلاحكار زاهد چن په هدايت غوره انتظامات شوي دي۔ په غر ختونكو كښی پاكستانے نوموړے غر سر كونكے سرباز هم شامل دے۔ د هندوكش غرئيزې لړۍ تر ټولو …

پېښور ۔ 06 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی په سپارښتنه د ترچ مير غوندۍ ته ختلو لپاره پاكستانۍ غر سر كونكې ډله روانه شوې ده۔ د خېبر پښتونخوا د سېلګرې څانګې وياند له مخې غر ختونكو لپاره د سېلګرۍ سلاحكار زاهد چن په هدايت غوره انتظامات شوي دي۔ په غر ختونكو كښی پاكستانے نوموړے غر سر كونكے سرباز هم شامل دے۔ د هندوكش غرئيزې لړۍ تر ټولو دنګه څوكه ترچ میر 7708 میټر لوړه ده۔ د ټورازم ډائرېكټر عمر خان ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت لخوا په اولني ځل پاكستاني غر سر كوونكو ته موقع وركړې شوې ده۔ ده ووئيل د وزيراعلی په هدايت هېلی ریسکیو سروس به په چترال كښې موجود وي۔ ده ووئيل ترچ میر غونډۍ په كال 1950 كښې په اولني ځل د ناروے غر سے كونكې سر كړې وه۔ غر ختو لپاره سامان نيپال او چين څخه اغستلے شوے دے۔ ده ووئيل 6 غر سر كوونكو سره ځايي خبريالان هم د ډلې برخه دي۔ صوبائي حكومت كال 2025-26 د ترچ میر كال په توګه لمانځي۔ ده ووئيل دې سره به په چترال كښې سېلګري لا وده ومومي۔ د ترچ مير د 75م كال دستورې لمانځلې شي۔ ده زياته كړه چې د صوبائي حكومت لخوا په اولني ځل اېډونچر ټورازم ته په لويه كچه وده وركولې شي

مزید خبریں