پیښور ۔06 اګست(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د كرك په ګرګرۍ سيمه كښې د ايف سي په ګاډي د نامعلومو كسانو د ډزو د پیښې غندنه كولو سره اړوندو چارواكو ته په بريد كښې د ككړو عناصرو د سمدستي نيولو امر كړے۔د وزيراعلٰی هاؤس پیښور وياند له مخې وزيراعلٰی په بريد كښې د درېو امنيتي اهلكارو پشمول د څلورو كسانو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔وزيراعلٰی …
د خېبرپښتونخوا وزير علي امين ګنډا پور كرك ګرګري سيمه كښې د ايف سي په ګاډي د نامعلومو كسانو د ډزو غندنه

مزید خبریں
پیښور ۔06 اګست(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د كرك په ګرګرۍ سيمه كښې د ايف سي په ګاډي د نامعلومو كسانو د ډزو د پیښې غندنه كولو سره اړوندو چارواكو ته په بريد كښې د ككړو عناصرو د سمدستي نيولو امر كړے۔د وزيراعلٰی هاؤس پیښور وياند له مخې وزيراعلٰی په بريد كښې د درېو امنيتي اهلكارو پشمول د څلورو كسانو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔وزيراعلٰی د شهيدو شويو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔علي امين ګنډا پور ووئيل د شهيدو شوو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬د هېواد او قام په خاطر د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكو امنيتي اهلكارو او د هغوي كورنيو ته سلام كوو











