اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط لاندې مقبوضه جمو و کشمير (آئي آئي او جے کے) كښې په 5م اګست كال 2019 د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات په شپږم كال د پاکستان اولس او حكومت د نهې ورځ د "يوم استحصال" به توګه لمانځي۔ د خارجه دفتر له مخې په دې موقع خپلو خاص پېغامونو كښې صدر مملکت، وزيراعظم او …
پاکستان د كشمير استحصال ورځ په موقع کشميري اولس سره د يووالي پخلے كوي۔ خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط لاندې مقبوضه جمو و کشمير (آئي آئي او جے کے) كښې په 5م اګست كال 2019 د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات په شپږم كال د پاکستان اولس او حكومت د نهې ورځ د “يوم استحصال” به توګه لمانځي۔ د خارجه دفتر له مخې په دې موقع خپلو خاص پېغامونو كښې صدر مملکت، وزيراعظم او نائب وزيراعظم او خارجه وزير د کشمير کاز لپاره د پاکستان د غېر متزلزل سفارتي، سياسي او اخلاقي ملاتړ تجديد كړے او دا كشاله ئې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د كشمير اولس د هيلو له مخې په حل كولو زور راوړے دے۔ دوي خپلو بيانونو كحې په دې خبره هم زور راوړے چې د 5م اګست كال 2019 څخه د هند د غېر قانوني اقدامات مقصد كشميريان پخپله خاوره بې اختياره ټولنه بدلول دي٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر، د سلامتي كونسل صدر ، او د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل، بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو هائي کمشنر او د او آئي سي سيکرټري جنرل ته چيټۍ ليكلي دي دغسې چې ھغوي په آئي آئي او جے كښې د تازه پېشرفت نه خبر كړے شي٬ په دې خطونو كښې ده د سلامتي كونسله په اړوندو قراردادونو په عملدرامد له زور راوړے دغسې چې د جمو و كشمير اولس د خپل سباون ټاكنه وكړي۔ ده د هند په غېر قانوني مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د صورتحال بهترۍ او د سياسي بنديوانو خوشې كولو په ضرورت هم زور راوړے دے۔ استحصال ورځ نه وړآندې سيکرټري خارجه په 4م اګست كال 2025 په اسلام آباد كښې سفارتي مشنز د آئي آئي او جے د صورتحال نه خبر كړې دي۔ هغه په منطقه كښې د تېرو څو مياشتو د پېشرفت په اړه د جمو و كشمير په شخړه په قانوني، سلامتيا او د بشري حقونو په اړخونو خاص رڼا اچولې٬ په غير قانوني تسلط لاندې د هندي مقبوضه جمو و کشمير مظلوم اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره د نهې په ورځ سهار په اسلام آباد كښې شاهراه دستور څخه تر ډي چوک خاص واك وشو٬ د واك مشري نائب وزيراعظم او خارجه وزير وكړه چې پكښې د وزارت لوړ پورو او د عملې نه علاوه د ژوند بېلو طبقو سره تعلق لرونكو شخصيات ګدون وكړو۔ د استحصال ورځ لمانځلو لپاره ګرد هېواد كښې بېلا بېل پروګرامونه وشول چې پكښې اولسي لاريونونه، سيمينارز، ويبنار، مباحثې او عكسي نندارتونونه شامل دي٬ دغسې ګرده نړۍ كښې د پاکستان په سفارتي مشن كښې هم په دې لړ كښې په نړيوال كچه بېدارۍ لپاره د خاص دستورو اهتمام كوٶ۔










