اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف فيډرل بورډ آف ريونيو(ايف بي آر)كښې د اصلاحات په نتيجه كښې د جي ډي پي تناسب څخه د ټيكس تر لاسه كولو كښې په زياتوالي د اطمينان څړګندونې سره وئېلي دي د راتلونكي مالي كال په ټيكس وصولۍ او اصلاحاتي اهداف كښې به كوم بدلون نه كېږي٬د فيډرل بورډ آف ريونيو او كسټم كليئرنس اصلاحاتي نظام څخه اولسي خبرتيا لپاره …
د راتلونكي مالي كال په ټيكس ترلاسه كولو او اصلاحاتي اهداف كښې به كوم بدلون نه كېږي ۔وزيراعظم

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف فيډرل بورډ آف ريونيو(ايف بي آر)كښې د اصلاحات په نتيجه كښې د جي ډي پي تناسب څخه د ټيكس تر لاسه كولو كښې په زياتوالي د اطمينان څړګندونې سره وئېلي دي د راتلونكي مالي كال په ټيكس وصولۍ او اصلاحاتي اهداف كښې به كوم بدلون نه كېږي٬د فيډرل بورډ آف ريونيو او كسټم كليئرنس اصلاحاتي نظام څخه اولسي خبرتيا لپاره دواړه ادارې دې د اطلاعات او خپرونو وزارت په مرسته د خپل كار استعداد زيات كړي ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده فيډرل بورډ آف ريونيو كښې په مجوزه اصلاحات اونيزې د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو سره كړی۔په غونډه كښې د اقتصادي چارو ډويژن وفاقي وزير احد خان چيمه٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬د پېټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك٬د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني٬اټارني جنرل٬د ايف بي آر چيئرمېن پشمول د اړوندو سركاري افسرانو او عهدبدارو ګډون كولو ۔وزيراعظم ووئېل د وفاقي حكومت لخوا فيډرل بورډ آف ريونيو كښې د كړو اصلاحاتو په نتيجه كښې جي ډي پي كښې د ټيكس وصولۍ په تناسب زياتوالے د حكومت لپاره د اطمينان وړ دے ٬وفاقي حكومت او زه به پخپله چارواكو لخوا د شوو اصلاحاتي اقداماتو بشپړ ملاتړ او تحفظ كوم٬راتلونكې مالي كال كښې به د وړاندې څخه د لګېدلو شوو ټيكسز موثر او ښه نفاذ سره د ټيكس تر لاسه كؤنه لا زياتولو كښې مركزي كردار ادا شي٬ايف بي آر به راتلونكي مالي كال كښې د ټيكس وصولۍ او نورو اصلاحاتي اهداف چې منظور شوي په ټاكلې وخت كښې كوم بدلون نه كوي ۔وزيراعظم امر وكړو چې اصلاحاتي لار كښې وي آئي پي كلتور او اداره جاتي خنډان ختمولو سره د اصلاحات مستقل نفاذ باوري كړئ ٬ دغسې د كسټم كليئرنس انقلابي اصلاحات په ټول هېواد كښې يو برابر او موثر نفاذ باوري كړئ٬ د كسټم كليرنس اصلاحاتي ايجنډا كښې د ټېكنالوجۍ به كارولو دې اداره جاتي كاروائيو كښې وخت كم كړے شي٬ ده امر وكړو د ايف بي آر اصلاحات په نتيجه كښې د ټيكس كليكشن مېوې دې راتلونكې مالي كال كښې برقرار ساتلو لپاره وفاق او صوبې په همغږۍ او كوټلې تګلاره كار وكړي۔وزيراعظم فيډرل بورډ آف ريونيو او كسټم ته سپارښتنه وكړه چې د كليئرنس اصلاحاتي نظام څخه اولسي خبرتيا لپاره دواړه ادارې دې د اطلاعات او خپرونو وزارت په مرسته خپل د كار استعداد زيات كړي۔ غونډې ته ووئېل شول د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص هدايت د انكم ټيكس ګوشوارې لاګو كولو څخه به نزدې 84 فيصد فائلرز مستفيد شي٬ايف بي آر د نوي مالي كال په وړومبو 6 مياشتو كښې خپل د ټيكس وصولۍ هدف سر كړے او راتلونكو مياشتو كښې هم د هدف سر كولو هيله ده٬په ټول هېواد كښې كسټم كليئرنس لپاره د ډيجيټل انفور سمنټ سټيشنز جوړېدل په ترجيحي بنيادونو روان دي ٬ دغسې د كسټم كليئرنس كښې د سینټرلائزډ اسیسمنټ یونټ(CAU) او فیس لیس کسټم سسټم نفاذ څخه به د کسټم کلیئرنس نظام مستعد او سپيځلي كولو له مرسته ترلاسه شي










