د كشميري اولس د آزادۍ جذبه نن هم ځوانه ده ٬ كشميرې مېړنې اولس نن هم د ظالم قوتونو په سترګو كښې سترګې اچولو سره نعره” مونږ پاكستاني يوو٬ پاكستان زمونږ دے“پورته كوي: عطاء تارړ

اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د كشميري اولس د آزادۍ جذبه نن هم ځوانه ده ٬ كشميرې اولس نن هم د ظالم قوتونو په سترګو كښې سترګې اچولو سره نعره پوته كوي چې "مونږ پاکستانی يوو او پاكستان زمونږ دے"۔ د نهې په ورځ د قامي اسبملۍ په غونډه كښې خپلو څرګندونو كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل سره …

اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د كشميري اولس د آزادۍ جذبه نن هم ځوانه ده ٬ كشميرې اولس نن هم د ظالم قوتونو په سترګو كښې سترګې اچولو سره نعره پوته كوي چې “مونږ پاکستانی يوو او پاكستان زمونږ دے”۔ د نهې په ورځ د قامي اسبملۍ په غونډه كښې خپلو څرګندونو كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل سره د ټولو ظلمونو او رياستي جبر د كشميري اولس د آزادۍ جذبه نن هم تازه ده٬ هغوي حوصلې او استقامت سره د ظالم قوتونو په وړاندې دا نعره “مونږ پاكستاني يؤ او پاكستان زمونږ دے” پورته كوي۔ ده ووئيل برهان مظفر وانی خپلې ځانګړې قربانۍ سره د لكھونو په شمېر كشميري ځوانانو په زړونو كښې د آزادۍ تحريك له نوے روح وركړو۔ هغه په پاكستاني بېرغ كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ نن هم د كشمير ځوانانو تدفين په دې بېرغ كښې كيږي او دا د دې خبرې ثبوت دے چې د كشميري اولس زړونه نن هم پاكستان سره درزيږي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان به په هر يو نړيوال فورم آزادي ترلاسه كولو له د كشميري اولس د روانې مبارزې بشپړ اخلاقي سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې به كشميري اولس په هر صورت كښې د خپلواكۍ حق ترلاسه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل مودي سركار د روان كال په مئي مياشت كښې آيا پاكستانے قام ازمائيلو نه دے؟ په معرکه حق آپرېشن بنیان مرصوص كښې ټول قام خپل پوځ سره د مضبوط دېوال په څير ولاړ پاتے شو او مونږ يوازې هندي الوتكې نسكورې كړې نه دي بلكې د هند غرور مو هم ختم كړو۔ وفاقی وزیر ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په هر يو فورم كشمير كاز په بشپړ ډول وړاندے كړو۔ ده ووئيل پاك پوځ د فيلډ مارشل عاصم منېر په مشرۍ كښې يوه فعاله تګلاره وضعه كړه چې په نتيجه كښې يۍ پاكستان په هر يو مېدان بريا ترلاسه كړه۔ ده ووئيل دې ايوان څخه هند ته ووئيل غواړؤ چې د كشميري وګړو د آزادۍ تحريك د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي كشميرې اولس به د آزادۍ خپل حق ترلاسه كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل ننۍ ورځ يو پېغام وركوي چې د کشمیری اولس استحصال روان دے او دا ايوان د هندي ظلمونو سخته غندنه كوي۔

مزید خبریں