پېښور 05 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور د مقبوضه كشمير په اولس د هند ظلم او جبر په خاص توګه د تېرو شپږو كالو راهسې د هندي حكومت په يوه اړخيزه توګه د كشمير خاص حېثيت خاتمې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي د مقبوضه كشمير اولس د تېرو اوه نيمو لسيزو راهسې د هند د رياستي ترهګرۍ ښكار دے٬ …
د مقبوضه كشمير اولس د تېرو اوه نيمو لسيزو راهسې د هند د رياستي ترهګرۍ ښكار دے۔علي امين خان ګنډا پور

مزید خبریں
پېښور 05 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور د مقبوضه كشمير په اولس د هند ظلم او جبر په خاص توګه د تېرو شپږو كالو راهسې د هندي حكومت په يوه اړخيزه توګه د كشمير خاص حېثيت خاتمې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي د مقبوضه كشمير اولس د تېرو اوه نيمو لسيزو راهسې د هند د رياستي ترهګرۍ ښكار دے٬ د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل پېغام كښې وزيراعلٰې ووئيل هند په دې موده كښې كشميريان د خپلواكۍ بنيادي حق نه محرومه ساتلو لپاره د ظلم او جبر انتها كړې ده۔ ده ووئيل فاشسټ واكمنو اوكتل چې د ناوړه او ظالمانه چالونو باوجود كشميريان خپل حق لپاره لكه د غره ولاړ دي نو په پنځم اګست كال 2019 كښې يې د هند په آئين كښې شامل د مقبوضه كشمير خاص حېثيت (آرټيكل۔370 ) خاتمه كولو سره په مظلومو كشميريانو د ظلم او جبر نوي داستان شروع كړو كومه چې د بشري حقونو نړيوالو ادارو لپاره د فكر لمحه ده۔ وزيراعليٰ ووئيل مونږ د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د تېرو شپږو كالو راهسې د جاري رياستي ترهګرۍ غندنه كوٶ او د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د دوي اخلاقي ، سياسي او په سفارتي كچه د ملاتړ جاري ساتلو د عزم پخلے كوٶ۔ ده ووئيل پخواني وزيراعظم عمران خان چې په نړيواله كچه په كوم څېر د كشمير كشاله رامخې ته كړې د ھغې په ماضي كښې مثال نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل مونږ باور لرو چې د كشمير د شهيدانو وينه به رنګ راوړي٬ د ظلم داستان به خپل انجام ته ورسي او كشميريان به د خپلواكۍ حق په ترلاسه كولو كښې كامياب شي۔











