كشميريان د خپلواكۍ حق لپاره عزم لري۔ بيرسټر سيف

پېښور 05 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات سلاحكار بيرسټر سېف وئيلي دي هند د كشمير يو كولو خوب ليدلے خو ولې كشميريان د خپلواكۍ حق لپاره عزم لري۔ د كشمير استحصال ورځ په موقع پېښور كښې لاريون ته خپلې وېنا كښې بيرسټر سېف ووېيل نن مونږ يو عظيم مقصد او كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره راغونډ شوي يو۔ بيرسټر سېف ووئيل هند د آئيني بدلون …

پېښور 05 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات سلاحكار بيرسټر سېف وئيلي دي هند د كشمير يو كولو خوب ليدلے خو ولې كشميريان د خپلواكۍ حق لپاره عزم لري۔ د كشمير استحصال ورځ په موقع پېښور كښې لاريون ته خپلې وېنا كښې بيرسټر سېف ووېيل نن مونږ يو عظيم مقصد او كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره راغونډ شوي يو۔ بيرسټر سېف ووئيل هند د آئيني بدلون سره د غېر آئيني او يو اړخيزه اقدام د لارې د كشمير خاص حېثيت ختم كړے كوم چې د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د قرارداددونو خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل نريندر مودي د كشمير يو كولو خوب ليدلے خو ولې كشميريان د خپلواكۍ حق لپاره عزم لري٬ بېرسټر سېف ووئيل د كشميريانو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ ده ووئيل پاكستان به په هر فورم د كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ په لاريون كښې د متلف مكتبه فكر كسانو٬ د سول سوسائټي نمائندګانو٬ زده كوٶنكو، او وګړو په لويه شمېره ګډون كولو سره كشميريانو سره د يووالي څرګندونې او د هندي اقدامات په ضد نعرې اوهلې۔

مزید خبریں