د كشيمير استحصال ورځې په لړ كښې د اے سي بالاكوټ په مشرۍ كښې لاريون ٬ كشميري شهيدانو ته د عقيدت پیرزونئې وړاندې كولو له د يوې دقيقي خاموشي

مانسهرہ۔ 5 اګست (اے پی پی) د بالاكوټ اسسټنټ کمشنر نادر خان په مشرۍ كښی كشمير سره د يووالي څرګندونې له لاريون وويستلے شو۔ په لاريون كښې عامو وګړو ٬ زده كوؤنكو او سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع كشميري شهيدانو ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كولو يوه دقيقه خاموشي اختيار كړې شوه۔ په دې مهال پاكستانۍ او د كشمير بېرغونه ورپولې شوو او كشميري اولس سره د يووالي …

مانسهرہ۔ 5 اګست (اے پی پی) د بالاكوټ اسسټنټ کمشنر نادر خان په مشرۍ كښی كشمير سره د يووالي څرګندونې له لاريون وويستلے شو۔ په لاريون كښې عامو وګړو ٬ زده كوؤنكو او سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع كشميري شهيدانو ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كولو يوه دقيقه خاموشي اختيار كړې شوه۔ په دې مهال پاكستانۍ او د كشمير بېرغونه ورپولې شوو او كشميري اولس سره د يووالي پوسټرونه او بېنرې هم پورته كړې شوې۔ اسسټنټ کمشنر نادر خان لاريون ته خطاب كښی ووئيل د كشميري اولس قربانۍ به كله هم بې ځايه نه ځي٬ مونږ كشميري اولس ته باور وركوؤ چې هغوي سره اوږه په اوږه ولاړ يوو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دا لاريون د كشمير مظلوم اولس سره د يووالي څرګندونه او د هندي ظلمونو په ضد د احتجاج يوه مهمه ذريعه ده۔

مزید خبریں