کشمیري اولس په ځانګرو قربانیو وركولو دا ثابت کړې چې دوي به د خپل شناخت، آزادۍ او خودارادیت کومه سودا ونه كړي، د بلوچستان وزیراعلیٰ

کوئټه 04 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د یومِ استحصالِ کشمیر په موقع د کشمیري اولس سره د يووالي څرګندونې كولو سره وئېلي دي د 5 اګست 2019 ورځ د کشمیري اولس لپاره يوه توره ورځ ده جې كله هند په غیر قانوني توګه د مقبوضه جموں و کشمیر خصوصي آئیني حیثیت ختم کړو او د خپلې جابره قبضې لا مستحکمولو کوشش يې وكړو۔ ده …

کوئټه 04 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د یومِ استحصالِ کشمیر په موقع د کشمیري اولس سره د يووالي څرګندونې كولو سره وئېلي دي د 5 اګست 2019 ورځ د کشمیري اولس لپاره يوه توره ورځ ده جې كله هند په غیر قانوني توګه د مقبوضه جموں و کشمیر خصوصي آئیني حیثیت ختم کړو او د خپلې جابره قبضې لا مستحکمولو کوشش يې وكړو۔ ده ووئېل دا اقدام نه يوازې د ملګرو ملتونو د قراردادونو بيخي خلاف ورزي ده بلکې د کشمیري اولس په بنیادي بشري حقونو ښكاره بريد دے ۔ د هند د اړخه وادۍ كښې روان ظلم، د عدالت نه غېر ګرفتارۍ، د رائے په اظهارِ بندېزونه، د ابلاغ زريعو بندونه او د ودانۍ تناسب بدلولو سازشونه د ڼريوال ضمیر لپاره د فكر لمحه ده ۔ وزیراعلیٰ ووئېل د پاکستان اولس، په خاص توګه د بلوچستان غیور خلق د کشمیریانو ورونړو د آزادۍ په هلو ځلو كښې د دوي سره ولاړ دي ۔ د کشمیر اولس په ځانګرو قربانو دا ثابته کړې چې هغوي به د خپل شناخت، آزادۍ او خودارادیت كومه سودا ونه كړي ۔ ده ووئېل حکومت د کشمیريانو اخلاقي ، سفارتي او سیاسي مرسته به روانه ساتي او د نړۍ په هر فورم به د دوي حقِ خودارادیت له غږ پورته كوي ۔ وزیراعلیٰ نړيوالو ادارو ، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو تنظیمونو او اثر لرونكو هېوادونو نه غوښتنه وكړه چې هغوي مقبوضه کشمیر كښې د هند د روانو ظلمونو سمدستي نوټس واخلي او کشمیري اولس له د دوي جائز او زوړ حق وركولو كښې مؤثر کردار ادا کړي ۔ وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ووئېل دا نن ورځ د هغه لوظ د تجدید ورځ ده چې پاکستانے قام به کشمیریان ورونړه يوازې نه پرېږدي

مزید خبریں