پېښور 01 اګست (اے پي پي) په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې تر اوسه 2289 پوليس اهلكار شهيدان شوي دي ٬ سږ كال هم د ترهګرۍ 476 پېښې رامخئ ته شوي چې پكښې 66 پوليس اهلكار شهيدان او 90 ژوبل شوي دي۔ د سنټرل پوليس آفس له مخئ په صوبه كښې سږ كال په وړومبو 7 مياشتو كښې په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرۍ زياتې 77 پېښه …
په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې تر اوسه 2289 پوليس اهلكار شهيدان شوي۔ سنټرل پوليس آفس رپورټ

مزید خبریں
پېښور 01 اګست (اے پي پي) په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې تر اوسه 2289 پوليس اهلكار شهيدان شوي دي ٬ سږ كال هم د ترهګرۍ 476 پېښې رامخئ ته شوي چې پكښې 66 پوليس اهلكار شهيدان او 90 ژوبل شوي دي۔ د سنټرل پوليس آفس له مخئ په صوبه كښې سږ كال په وړومبو 7 مياشتو كښې په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرۍ زياتې 77 پېښه رپورټ شوي دي٬ په بنو كښې 74 ٬ په لكي مروت كښئ 48، ډي آئي خان كښئ 44 پېښې رپورټ شوې دي۔ چارواكو ووئيل په صوبه كښې د ترهګرۍ په دې پېښو كښې 121 عام وګړي شهيدان او 301 ژوبل شوي دي٬ په دې پېښو كښې 10 خاصه دار شهيدان او ژوبل شوي٬ د اېف سي 48 اهلكار شهيدان او 109 ژوبل شوي، د فورسز 55 اهلكار شهيدان او 112 ژوبل شوي دي ٬ سږ كال د ټولو نه زيات په بنو كښې 15 پوليس اهلكار شيدان او 16 ژوبل شوي دي ٬ دغسې په لكي مروت كښې 9، سوئيلي وزيرستان او پېښور كښې 6،6 پوليس اهلكارو شهيدان شوي دي ۔ د انسپكټر جنرل آف پوليس ذوالفقار حميد له مخې په سوئيلي ضلعو كښې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره پوليس ته جديد وسله وركړې شوې ، پوليس چوكۍ او تهاڼې مضبوطولو لپاره كار روان دے۔ د يادونې وړ ده په صوبه كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ تر اوسه 2289 پوليس اهلكار شهيدان شوي٬ سږ كال هم د ترهګرۍ 476 پېښې رامخئ ته شوي چې پكښې 66 پوليس اهلكار شهيدان او 90 ژوبل شوي دي۔











