كوئټه۔ 1 اګست (اےپي پي) د بشري حقونو د قائمه كمېټۍ مشرې سېنېټر ثمينه ممتاز زهري په سول هسپتال كوئټه كښې د هرنائي سكرو كان كښې د ګاز چاودنه كښې د ژوبل شوو كان كندونكو تپوس پوښتنه وكړه ۔ هغې په روغتون كښې د مزدورانو د درملنې په بابله پوښتنې وكړې او اړوندو چارواكو ته يې سپارښتنې وكړې۔ په دې مهال سېنېټر ثمينه ممتاز زهري د سول هسپتال اړوندو جارواكو …
سېنېټر ثمينه ممتاز زهري سول هسپتال كوئټه كښې د سكرو په كان كښې د چاؤدنې د ژوبل شوو مزدورانو تپوس پوښتنه وكړه

مزید خبریں
كوئټه۔ 1 اګست (اےپي پي) د بشري حقونو د قائمه كمېټۍ مشرې سېنېټر ثمينه ممتاز زهري په سول هسپتال كوئټه كښې د هرنائي سكرو كان كښې د ګاز چاودنه كښې د ژوبل شوو كان كندونكو تپوس پوښتنه وكړه ۔ هغې په روغتون كښې د مزدورانو د درملنې په بابله پوښتنې وكړې او اړوندو چارواكو ته يې سپارښتنې وكړې۔ په دې مهال سېنېټر ثمينه ممتاز زهري د سول هسپتال اړوندو جارواكو ته ژوبل شوو مزدورانو ته د ټولو اسانيو وركولو سپارښتنه وكړه ۔ هغې ژوبل شوو ته د هر ممكن مرستې باور وركړو ۔ هغې ووئېل مزدور د معيشت د ملا تير دے ٬ د دوي حفاظت باوري كول د حكومت ذمه واري ده۔ هغې ووئېل د پیښې سپېځلې پلټنې پكار دي ۔ دغسې سېنېټر زهري د حق رسېدلو لپاره د لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ په دې مهال د لېبر فېډرېشن لارښودو سېنېټر ثمينه زهري د خپلو پیښو مسئلو نه خبر كړه ۔ هغې ووئېل حكومت د مزدورانو مسئلې حل كولو ته پام لرنه كوي او د مزدورانو مسئلې حل كول د حكومت ذمه واري ده۔











