صادق آباد 01 اګست (اے پي پي) د ضلع رحيم يار خان په تحصيل صادق آباد كښې په شيخاني پوليس چوکۍ د کچے د ډاکوانو په بريد كښې د ايليټ فورس 5 اهلكار شهيدان شوي او د پوليس او ډاكوانو ترمېنځه د ډزو په تبادله كښې يو ډاكو وژلے شوے دے ٬ د شپې يو شمېر ډاكوانو ماهي چوك سره نزدې په پوليس چوکۍ بريد وكړو او د پوليس او …
صادق آباد٬ د شېخاني په پوليس چوكۍ د كچے د ډاكوانو بريد كښې د اېليټ فورس 5 اهلكار شهيدان شول

مزید خبریں
صادق آباد 01 اګست (اے پي پي) د ضلع رحيم يار خان په تحصيل صادق آباد كښې په شيخاني پوليس چوکۍ د کچے د ډاکوانو په بريد كښې د ايليټ فورس 5 اهلكار شهيدان شوي او د پوليس او ډاكوانو ترمېنځه د ډزو په تبادله كښې يو ډاكو وژلے شوے دے ٬ د شپې يو شمېر ډاكوانو ماهي چوك سره نزدې په پوليس چوکۍ بريد وكړو او د پوليس او ډاكوانو ترمېنځه د ډزو تبادله وشوه ٬ د ډاكوانو په بريد كښې د شهيدو شوو پنځو پوليس اهلكارو كښې کانسټيبل محمد عرفان، کانسټيبل محمد سليم، کانسټيبل محمد خليل، کانسټيبل نخيل او غضنفر عباس شاملِ دي٬ د شهيدانو مړي شېخ زيد هسپتال ته منتقل كړې شوي دي۔











