بلوچستان به ډېر زر يو سوله ايزه او خوشحاله صوبه جوړه شي۔ سيد عمران احمد شاه

کوئټه 01 اګست (اے پي پي) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئيلي دي په بلوچستان كښې د پرمختګ نوې دور پېل شوے٬ ھغه ورځ لرې نه ده چې بلوچستان به يوه سوله ايزه او سوكاله صوبه جوړه شي، دلته مېشته پښتانه٬ هزاره او بلوچ قامونه زمونږ زړه ته نزدې دي، خاص كسانو په اړه لوظنامه تاريخي ده چې ورسره به ګونګيانو او د …

کوئټه 01 اګست (اے پي پي) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئيلي دي په بلوچستان كښې د پرمختګ نوې دور پېل شوے٬ ھغه ورځ لرې نه ده چې بلوچستان به يوه سوله ايزه او سوكاله صوبه جوړه شي، دلته مېشته پښتانه٬ هزاره او بلوچ قامونه زمونږ زړه ته نزدې دي، خاص كسانو په اړه لوظنامه تاريخي ده چې ورسره به ګونګيانو او د سماعت نه محرومو كسانو ته سهولتونه ترلاسه شي۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ د سماجي تنظيم او د “بهبود آبادي بلوچستان” ترمېنځه ډېف ريچ سنټر په اړه غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ سيد عمران احمد شاه دا لوظنامه د بلوچستان خاص كسانو لپاره د نوي دور پېل ګرځولو سره د سماجي بهبود څانګې او پي پي اے اېف ترمېنځه دا مرسته خوشبينه وګرځوله۔ ده ووئيل د پي پي اے اېف ډله د مباركۍ حقداره ده۔ده ووئيل خاص كسانو ته تعليم او روزګار وركول زمونږ ذمه واري ده۔ په دستوره كښې د تعليم او وظيفائي چارو وزيرمملكت وجهيه قمر٬ د پي پي اېف اے د سي اي او نادر ګل بړيچ د سوشل ويلفيئر سيکرټري عصمت قرېش پشمول نورو شخصياتو هم ګډون وكړو۔

مزید خبریں