پېښور۔ 31 جولائی (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف امېدواره مشال اعظم خيبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د مېرمنو په خالي چوكۍ سينيټر وټاكلې شوه۔ دا چوكۍ د ثانيه نشتر له استعفی څخه وروستو خالي شوې وه۔ د زيارت په ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د سېنېټ په خالي چوكۍ پولنګ وشو۔ د صوبائي الكېشن كمېشن له مخې مشال اعظم د مېرمن په خالي چوكۍ سېنېټر وټاكلې شوه۔ د …
مشال اعظم خيبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د ميرمنو په خالي چوكۍ سينيټر وټاكلې شوه

مزید خبریں
پېښور۔ 31 جولائی (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف امېدواره مشال اعظم خيبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د مېرمنو په خالي چوكۍ سينيټر وټاكلې شوه۔ دا چوكۍ د ثانيه نشتر له استعفی څخه وروستو خالي شوې وه۔ د زيارت په ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د سېنېټ په خالي چوكۍ پولنګ وشو۔ د صوبائي الكېشن كمېشن له مخې مشال اعظم د مېرمن په خالي چوكۍ سېنېټر وټاكلې شوه۔ د خېبر پښتونخوا صوبائي الېكشن كمشنر سعيد ګل او نورو پولنګ افسرانو د ټاكنو عمل نګراني وكړه۔ ټولو 5 كانديانو د ټاكنو عمل كښې برخه واخسته۔ پولنګ سهار 9 بجو څخه تر ماځيګر 4 بجو روان ؤ ۔ وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور، سپیکر بابر سلیم سواتی، د مخالفې ډلې مشر ډاکټر عباد خان او د صوبائي اسمبلۍ نورو غړو ووټ واچولو۔ د ووټنګ عمل بشپړېدو څخه وروستو د شمېرې عمل پېل شو۔ پی ټی آئی مشال اعظم یوسفزئی ته ټكټ جاري كړے ؤ











