پېښور 30 جولائی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د صوبائی ایپکس کمېټۍ غونډه د شورو په ورځ وزیراعلیٰ سیکرټریټ پېښور كښې شوې ۔د پېښور وزیراعلیٰ كور وياند له مخې په غونډه كښې د صوبې او په خاص توګه ضم شوو ضلعو كښې د امن صورتحال تفصیلی جاج واخستلے شو۔د وزیر اعلیٰ د اطلاعات صلاحكار بیرسټر محمد علی سیف، کور د پېښور …
صوبه كښې امن و امان، پرمختګ او سوكالۍ لپاره بايد مونږ په ګډه پاك پوځ سره د ترهه ګرو په ضد جنګ وكړو۔ د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ ایپکس کمېټۍ ته وينا

مزید خبریں
پېښور 30 جولائی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د صوبائی ایپکس کمېټۍ غونډه د شورو په ورځ وزیراعلیٰ سیکرټریټ پېښور كښې شوې ۔د پېښور وزیراعلیٰ كور وياند له مخې په غونډه كښې د صوبې او په خاص توګه ضم شوو ضلعو كښې د امن صورتحال تفصیلی جاج واخستلے شو۔د وزیر اعلیٰ د اطلاعات صلاحكار بیرسټر محمد علی سیف، کور د پېښور كور کمانډر لیفټیننټ جنرل عمر احمد بخاري ، چیف سیکرټري شهاب علی شاہ او آئی جي پي ذوالفقار حمید نه علاوہ اعلیٰ سول او عسکری چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو دغسې په خصوصی بلنه د ضلع باجوړ، خېبر او شمالی وزیرستان د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔د اړوندو چارواكو د اړخه غونډي ته د موجودہ سکیورټی چیلنجونو په بېلو اړخونو بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې شهيدو شوو سویلینز، پولیس او امنيتي اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوې او د ترهه ګرۍ په ضد په ګډه هڅو روانو ساتلو له د عزم څرګندونه وشوه۔دې نه ځانله د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره کاروائیو كښې د اولس بشپړ باور ترلاسه كولو له اقدامات ته اتفاق وكړے شو۔په غونډه كښې د ترهه ګرو په ضد كاروائيو لپاره سول انتظامیې، پولیس، سکیورټی فورسز او انټیلیجنس ادارو ترمينځه د کوآرډینېشن په ښه كولو زور راوړلو سره ووئيل شول ترهه ګري يو ناسور جوړ شوے د كومي په مستقل بنیادونو ختمولو له به چې حکومت،اولس او ادارو له په ګډه كار كول وي۔ګډون كوونكو ووئيل ترهه ګر زمونږ د ټولو شريك دښمنان دې او مونږ ټول د ترهه ګرۍ خاتمه غواړو











