لاهور۔30 جولائي (اےپي پي) د لاهور هائي كورټ فل بنچ د تحريك انصاف لارښود جمشېد دستي د الېكشن كمېشن د اړخه د نا اهلۍ كېس خلاف په درخواست د جمشېد دستي په حلقه اين اے 175 د ضمنې ټاكنو شېډول وځنډولو۔ عدالت د الېشكن كمېشن پشمول نورو فرېقېنو ته نوټسز جاري كړل۔ چيف جستس لاهور هائي كورټ عاليه نېلم په مشرۍ كښې فل بنچ د جمشېد دستي د درخواست اورېدنه …
د جمشېد دستي نا اهلۍ كېس٬ اين اے 175 باندې د ضمني الېكشن شېډول وځنډولے شو

مزید خبریں
لاهور۔30 جولائي (اےپي پي) د لاهور هائي كورټ فل بنچ د تحريك انصاف لارښود جمشېد دستي د الېكشن كمېشن د اړخه د نا اهلۍ كېس خلاف په درخواست د جمشېد دستي په حلقه اين اے 175 د ضمنې ټاكنو شېډول وځنډولو۔ عدالت د الېشكن كمېشن پشمول نورو فرېقېنو ته نوټسز جاري كړل۔ چيف جستس لاهور هائي كورټ عاليه نېلم په مشرۍ كښې فل بنچ د جمشېد دستي د درخواست اورېدنه وكړه۔ د درخواست وركونكي د اړخه چوهدري اشتياق ايډوكېټ موقف اختيار كړو چې د قامي اسمبلۍ سپيكر له مخالف فرېق درخواست وركړے ؤ په كوم چې سپيكر الېكشن كمېشن ته رېفرنس ولېږلو په كوم چې نوټس واغستلے شو ٬ خو د سپرېم كورټ پرېكړه ده چې الېكشن كمېشن د كوم عدالتي ډېكلېرېشن نه غېر څوك پخپله نشي نا اهله كولے۔ موجوه كېس كښې الېكشن كمېشن بغېر د كوم ډېكلرېشن درخواست كونكے نا اهله كړے دے ۔ چيف جسټس نېلم عاليه ريماركس وركړل ما ټول درخواست او د الېكشن كمېشن پرېكړه لوستې ده ۔ دغسې عدالت په اين اے 175 د ضمنې ټاكنو شېډول وځنډولو او الېكشن كمېبشن ته يې نوټس جاري كړو۔ عدالت په راروان سماعت عدالتي مرستې لپاره اټارني جنرل ته هم نوټس جاري كړو۔









