کوئټه 30 جولائي (اے پي پي) د غربت تخفيف او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئيلي دي په بلوچستان كښې د غربت تخفيف ته وړومبے پام كولې شي ۔ ده دا خبره په زراعت كښې د مېرمنو ليډرشپ او جديديت په عنوان دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د مېرمنو پرمختګ او سوكالي به په معاشي مضبوطيا كښې مهم كردار ولوبوي٬ غربت يوازې په …
په بلوچستان كښې د غربت تخفيف ته وړومبے پاك كولې شي ٬ د مېرمنو پرمختګ او سوكالي به په معاشي مضبوطيا كښې مهم كردار ولوبوي۔ د وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه٬ سېمينار ته وېنا

مزید خبریں
کوئټه 30 جولائي (اے پي پي) د غربت تخفيف او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئيلي دي په بلوچستان كښې د غربت تخفيف ته وړومبے پام كولې شي ۔ ده دا خبره په زراعت كښې د مېرمنو ليډرشپ او جديديت په عنوان دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د مېرمنو پرمختګ او سوكالي به په معاشي مضبوطيا كښې مهم كردار ولوبوي٬ غربت يوازې په آمدن كښې د كمي نوم نه دے بلكې دا د محرومۍ٬ د موقعو نشتوالې او تر وسائلو غېر مساوي رسنې نتيجه ده۔ ده ووئيل د غربت خاتمه او شموليتي ترقي يوازې ممكن نه ده٬ حکومت، نړيوالو شراکت دارو، سول سوسائټي او نجي څانګې ترمېنځه كوټلو هڅو سره يو داسې سباون جوړېدے شي چرته چې هر پاكستاني ته برابر موقعې ترلاسه شي۔ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه ووئيل بلوچستان به ھغه وخت ترقي وكړي كله چې ځاېي مېرمنې او يوتھ با اختياره كړې شي۔ په دې موقع ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل، د تعليم وزير مملكت وجهيه قمر، د تعليم صوبائي وزير راحيله حميد دراني، سينيټر سردار عمر ګورګيج، پخواني سينيټر روشن خورشيد بروچه، صوبائي سلاحكاره ډاکټر ربابه بليدي، د زراعت سيکرټري نور احمد پرکاني، د پاکستان پاورټي ايوليشن فنډ چيف ايګزيکټو آفيسر نادر ګل بړيچ، مولانا انوار الحق حقاني، د بلوچستان رورل سپورټ پروګرام چيف ايګزيکټو آفيسر ډاکټر طاهر رشيد او نور هم موجود وٶ۔









