لاهور 29 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي د وزيراعظم وژن له مخې مسافرو ته معياري سفري سهولتونه وركولو ته مونږ وړومبۍ پام لرنه كوو ، ريلوے كښې د رېكارډ پرمختيائي منصوبو پېل كول د اولس دوست حكومت عكاسي ده ۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ په لاهور كښې د اپ ګرېډ پاك بزنس ټرېن پرانستې دستورې په موقع وكړې۔ ده ووئيل …
د وزيراعظم شهباز شريف وژن له مخې ريلوے كښې رېكارډ پرمختيائي منصوبې پېل كول د اولس دوسته حكومت عكاسي ده۔ حنيف عباسي

مزید خبریں
لاهور 29 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي د وزيراعظم وژن له مخې مسافرو ته معياري سفري سهولتونه وركولو ته مونږ وړومبۍ پام لرنه كوو ، ريلوے كښې د رېكارډ پرمختيائي منصوبو پېل كول د اولس دوست حكومت عكاسي ده ۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ په لاهور كښې د اپ ګرېډ پاك بزنس ټرېن پرانستې دستورې په موقع وكړې۔ ده ووئيل ريلوے كښې د رېكارډ پرمختيائي منصوبو پېل د اولس دوسته حكومت عكاسي ده ٬ د هېواد معيشت په سم لور روان شوے ، د كاميابې سفارت کارۍ په سبب په نړيواله كچه د پاكستان عزت لا زيات شوے ٬ سپېځلتيا ته ودې وركولو لپاره ټول وسائل كاروٶ۔ ده ووئيل د وزيراعظم وژن له مخې مسافرو ته معياري سفري سهولتونه وركولو ته مونږ وړومبۍ پام لرنه كوو ۔ په غونډه كښې وزيراعظم شهباز شريف خاص مېلمه ٶ او د دې نه علاوه د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ پشمول د رېلوے چارواكي٬ ميډيا او نور شخصيات هم موقع موجود وو









