پېښور 29 جولائي (اے پي پي) په ګورنر هاٶس كښې د سپيشل ايبيليټيز ډويلپمنټ ايسوسي ايشن (صدا) فاؤنډيشن او د ايکولي ايبل تنظيم تر سېوري لاندې خاص كسانو ته د روزګار موقعو وركولو لپاره د چيكونو وېشلو دستوره "صدائے روزګار پروګرام پاکستان" تابيا شوے ؤ چې پكښې ګورنر فېصل كريم كنډي د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو ۔ په دستوره كښې د صدا فاؤنډيشن عهدېدارو سره سره خاص كسانو٬ …
خاص كسان د ټولنې همت لرونكې او باعزته وګړي دي ٬ دوي ته خاص پام لرنه ٬ عزت او موقعې وركول زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده۔ ګورنر فيصل کريم کنډي
پېښور 29 جولائي (اے پي پي) په ګورنر هاٶس كښې د سپيشل ايبيليټيز ډويلپمنټ ايسوسي ايشن (صدا) فاؤنډيشن او د ايکولي ايبل تنظيم تر سېوري لاندې خاص كسانو ته د روزګار موقعو وركولو لپاره د چيكونو وېشلو دستوره “صدائے روزګار پروګرام پاکستان” تابيا شوے ؤ چې پكښې ګورنر فېصل كريم كنډي د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو ۔ په دستوره كښې د صدا فاؤنډيشن عهدېدارو سره سره خاص كسانو٬ مور او پلار سماجي كاركنانو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړو ۔ ګورنر په دې موقع دستوره ته خپلې وېنا كښې د صدا فاؤنډيشن د دوه لسيزو خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د خاص كسانو كوربتوب ځان لپاره اعزاز ګڼم۔ ده ووئيل نننۍ دستوره يوازې د مرستې چېكونو وركولو پورې محدود نه ده بلكې دا يو پېغام دے زمونږ ټولنه خاص كسانو سره ولاړه ده۔ ګورنر ووئيل خاص كسان د ټولنې همت لرونكې او د عزت لرونكې وګري دي٬ دوي ته خاص پام لرنه كول ٬ عزت او موقعې وركول زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده۔ ۔ ګورنر د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ګورنر په حېث به زه نه يوازې دې همت لرونكو كسانو سره ولاړ يم بلكې د دوي په هلو ځلو كښې به دوي سره اوږه په اوږه ولاړ يم۔ په دې موقع ګورنر د ادارې لخوا 50 خاص كسانو ته د مالي مرستې چېكونه هم وركړل











