کوئټه۔ 29 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي دي زمونږ په نزد د مېرمنو سوكالۍ ٬ سماجي برابرۍ او معاشي خپلواكۍ لپاره پورته كېدونكے هر يو ګام د ستائنې وړ دے٬ مېرمنې د بشري ټولنې زينت او وقار دے٬ د دوئي ټولو حقونو ته پاملرنه او د دې ادائيګي زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ نېشنل کمېشن آن دی اسټېټس آف ووېمن دې خپلو فعاليتونو …
د ميرمنو سماجي برابرۍ او معاشي خپلواكۍ له پورته كيدونكے هر ګام د ستائنې وړ دے : د بلوچستان ګورنر
کوئټه۔ 29 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي دي زمونږ په نزد د مېرمنو سوكالۍ ٬ سماجي برابرۍ او معاشي خپلواكۍ لپاره پورته كېدونكے هر يو ګام د ستائنې وړ دے٬ مېرمنې د بشري ټولنې زينت او وقار دے٬ د دوئي ټولو حقونو ته پاملرنه او د دې ادائيګي زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ نېشنل کمېشن آن دی اسټېټس آف ووېمن دې خپلو فعاليتونو ته د بلوچستان تر لرې پرتو كليوالو سيمو پراختيا وركړي دغسې چې مېرمنې د خپل مقام جوړولو جوګه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنر هاؤس كوئټه كښې د نېشنل کمېشن آن دی اسټېټس آف ووېمن غړې نورین بانو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخېل ووئيل زمونږ مېرمنې د هېواد د نورو صوبو د مېرمنو په څير صلاحيت لرونكي دي خو د بده مرغه مونږ خپلو مېرمنو ته ټولې آسانۍ او موقعې ورنكړې شوې۔ ده ووئيل زياتره مېرمنې د خپلو معاشي ستونزو له امله د ژوند په ټولو چارو كښې سړو ته محتاجه دي٬ د مېرمنو د ټولو حقونو او اختياراتو خيال ساتل او په خاص توګه د دوئي معاشي خپلواكي باوري كولو له به د ټولنې هر شعور لرونكي له د خپلې برخې كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د مېرمنو لوړ عظمت او وقار په ډاګه كولو له به په هر فورم د اولسي شعور بېدارولو كمپائن چلول وي











