فېصل آباد۔ 28 جولائي (اے پي پي) د مدينه ټيچنګ هسپتال د ګېسټرو انټرولوجي څانګې مشر پروفېسر ډاكټر شاهد رسول وئېلي دي تور زيړے يو غلے قاتل دے ٬ په نړۍ كښې چې دا خطرناك رنځ په څومره بيړه خپرېږي په هغو كښې پاكستان هم شامل دے۔ د ګل په ورځ د ورلډ ھېپاټائټس ډے تر مخه ده خپلو خبرو كښې ووئېل دا وخت په پاكستان كښې د تور زيړي …
احتياط د تور زيړي نه د ځان ساتنې تر ټولو ښه زريعه ده ٬ پروفېسر ډاكټر شاهد رسول
فېصل آباد۔ 28 جولائي (اے پي پي) د مدينه ټيچنګ هسپتال د ګېسټرو انټرولوجي څانګې مشر پروفېسر ډاكټر شاهد رسول وئېلي دي تور زيړے يو غلے قاتل دے ٬ په نړۍ كښې چې دا خطرناك رنځ په څومره بيړه خپرېږي په هغو كښې پاكستان هم شامل دے۔ د ګل په ورځ د ورلډ ھېپاټائټس ډے تر مخه ده خپلو خبرو كښې ووئېل دا وخت په پاكستان كښې د تور زيړي بي او سي د رنځورانو شمېره 12 مېلېين نه زياته ده او هر كال د يو نيم لاكه نه زيات نوي كېسونه رامخې ته كېږي كوم چې د اندیښنې وړ دي۔ هغه ووئېل بس احتياط د دې خطري رنځ نه د ځان ساتنې تر ټولو ښه زريعه ده۔ هغه ووئېل د صحت نړيوالې ادارې مشن تر مخه تر كال 2030 د نړۍ نه د تور زيړي خاتمه به ممكن شي ٬ لهذا په دې لړ كښې پاكستان له په هره كچه ډېر په سنجيدګۍ سره هلې ځلې پكار دي۔ هغه ووئېل مونږ له په هر صورت د هيپاټائتس نه د ځان ساتلو وېكسينېشن پكار دي او دې لپاره خپلو خپلوانو او ملګرو ته هم ترغيب وركول پكار دي ۔ هغه ووئېل په هېواد كښې د دې رنځ څخه ساتنې لپاره په اولس كښې شعور بېدارولو ته ډېر ضرورت دے۔











