عدم اعتماد زمونږ جمهوري حق دے٬ مونږ وئيلي وٶ چې 5 سېنېټرز به جوړوو ھغه مو جوړ كړل٬ اوس به مونږ د عدم اعتماد تحريك هم راوړوو ۔ ګورنر فېصل کريم کنډي

پېښور 28 جولائي (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي ديعدم اعتماد زمونږ جمهوري حق دے٬ مونږ وئيلي وٶ چې 5 سېنېټرز به جوړوو ھغه مو وكړل٬ اوس به مونږ عدم اعتماد هم راوړوو۔ د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې فېصل کريم کنډي ووئيل د اتلسم بدلون نه وروستو كه صوبائي حكومت ګڼي چې دوي ته د اېف سي يا پوځ ضرورت دے نو …

پېښور 28 جولائي (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي ديعدم اعتماد زمونږ جمهوري حق دے٬ مونږ وئيلي وٶ چې 5 سېنېټرز به جوړوو ھغه مو وكړل٬ اوس به مونږ عدم اعتماد هم راوړوو۔ د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې فېصل کريم کنډي ووئيل د اتلسم بدلون نه وروستو كه صوبائي حكومت ګڼي چې دوي ته د اېف سي يا پوځ ضرورت دے نو دوي راغوښتلے شي، دلته د لاء اېنډ ارډر صورتحال ښه نه دے او حكومت مني نه چې په صوبه كښې د لاء اينډ آرډر صورتحال خراب دے۔ ده ووئيل كه صوبائي حكومت سنجيده ؤ نو د كرم صورتحال خرابېدو يو كال شوے٬ كه وزيراعلٰې څوك نيسي او د بل په وېنا ئې پرېږدي نو د دې نه برېښي چې رټ ئې موجود نه دے، كه داسې وې نو دوي دې استعفٰې وركړي٬ تاسو وائۍ چې پوځ دې د صوبې نه لاس واخلي او يوازې پوليس دې د صوبې كنټرول واخلي٬ دې كښې هېڅ شك نشته چې پوليس صلاحيت لري خو دوي څوك اېكوېپ كوي۔ ده ووئيل كله هم په صوبائي اسمبلۍ كښې په دې خبره نه ده شوې٬ كه حالات سمول وي نو مركز او صووبو له به يو كېدل وي۔ د پاکستان تحريك انصاف لخوا د احتجاجي تحريك په حواله ده ووئيل په 05 اګست به هېڅ نه كېږي٬ دا يوازې يوه شوشه پرېښودلې شوې ۔ ګورنر ووئيل عدم اعتماد زمونږ جمهوري حق دے٬ مونږ وئيلي وٶ چې 5 سېنېټرز به جوړوو ھغه مو وكړل٬ اوس به مونږ د عدم اعتماد تحريك هم راوړو۔