بابوسر ناران لاره په جزوي توګه بحال كړې شوه ، 10 كسان په سیلاب كښې په حق ورسېدل

ګلګت۔28جولائي (اے پي پي) ګلګت بلتستان كښې په اوسنو زياتو بارانونو كښې او ناڅاپي د سیلاب چپو راتللو څخه پیدا شوي صورت حال تر مخه د بابوسر په لاره روان سرچ اینډ ریسکیو آپریشن كښې تندي راوستلې شوې ۔ د صوبائي حکومت وياند فیض اللہ فراق تر مخه د نجي ټي وي اینکر شبانه لیاقت او د هغې كورنۍ بشمول د نورو بې دركه سېلګرو لتون روان دے ۔ وياند …

ګلګت۔28جولائي (اے پي پي) ګلګت بلتستان كښې په اوسنو زياتو بارانونو كښې او ناڅاپي د سیلاب چپو راتللو څخه پیدا شوي صورت حال تر مخه د بابوسر په لاره روان سرچ اینډ ریسکیو آپریشن كښې تندي راوستلې شوې ۔ د صوبائي حکومت وياند فیض اللہ فراق تر مخه د نجي ټي وي اینکر شبانه لیاقت او د هغې كورنۍ بشمول د نورو بې دركه سېلګرو لتون روان دے ۔ وياند ووئېل په بابوسر لاره نزدې 15 سیلګري د سیلاب چپو كښې لاهو شوي دي ، د چا په لټون كښې چې مقامي خلق او رضاکار هم شریک دي ۔ په فیرې میډوز كښې ګېر ټول سېلګري په حفاظت سره ریسکیو کړے شوي دي ۔ چلاس كښې تر اوسه 8 كسان په حق رسېدو تصدیق شوے دے او په ټولو صوبه كښې د مجموعي مرګونو شمېره 10 ته رسېدلې ده ۔وزیراعلیٰ ګلګت بلتستان حاجی ګلبر خان ځپلو كورنيو سره د زړه نه د خواخوږۍ او افسوس څرګندونه كړې ده او ریسکیو و سرچ آپریشن لا د تندولو يې هدایت كړے دے ۔ وياند تر مخه د بابوسر په لاره په پراخه پېمانه سرچ آپریشن كښې مشکلات راپیدا كېږي خو په غټه مشینرۍ ون وے ټریفک لپاره بحال کړې شوې ده ۔مسافرو ته په محتاط ډول د سفر کولو او د غیر ضروري سفر كولو څخه د ډډې كولو سپارښتنه شوې ده ۔