وزيراعلٰي ته منظورۍ لپاره لېږلې كېدونكې سمري ٬ په اي سمري منتقل

پېښور 28 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حکومت سرکاري چارې پېپر لېس كولو پلو پېشرفت كولو سره وزيراعلي ته منظورۍ لپاره لېږې شوې سميريز په اي سمري منتقل كړې شوې۔ د وزيراعليٰ هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې علي امين ګنډا پور ته وړومبي اي سمري د اتوار په ورځ د آنلائن نظام د لارې تر لاسه شوه ٬ د سمرۍ تر لاسه سره وزيراعلي په سمرۍ ډيجيټل …

پېښور 28 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حکومت سرکاري چارې پېپر لېس كولو پلو پېشرفت كولو سره وزيراعلي ته منظورۍ لپاره لېږې شوې سميريز په اي سمري منتقل كړې شوې۔ د وزيراعليٰ هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې علي امين ګنډا پور ته وړومبي اي سمري د اتوار په ورځ د آنلائن نظام د لارې تر لاسه شوه ٬ د سمرۍ تر لاسه سره وزيراعلي په سمرۍ ډيجيټل لاسليك ثبت كړو۔ په دې موقع وزيراعلي علي امين ګنډا پور ووئيل د اي سمري اجراء دفتري چارې او فائل ورك پېپر ليس كولو پلو مهم پېشرفت دے ٬ په دوېم پړاٶ كښې ډيجيټل نوټ پارټ هم اجراء كوٶ۔ ده ووئيل د سرکاري مراسلو، اعلاميو او حکم نامې هم بھي ډيجيټالائز كوٶ٬ دغسې د صوبائي كابينې غونډو لپاره د ورکنګ پيپرز پشمول نورې چارې په اي۔ سسټم منتقل كوٶ٬ دې اقدام سره به نه يوازې وخت بچت شي بلكې د وسائلو د ضياع به هم لاره ونيولې شي۔