په ګورنر هاٶس كښې د اين وائي سي سي سي ترسېوري لاندې د ماحولياتي بدلون چيلنجز په اړه كنفرنس

پېښور 28 جولائي (اے پي پي) په ګورنرهاٶس پېښور كښې د اېن وائي سي سي سي ترسېوري لاندې د ماحولياتي بدلون چيلنجز په اړه كنفرنس وشو چې پكښې ګورنر فېصل كريم كنډي د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ د ګل په ورځ ګورنر فېصل کريم کنډي په مهم كنفرنس كښې د ګډون كوونكو هركلي كولو سره ووئيل دا مهال صوبه ماحولياتي او د موسمياتي بدلون اثرات څخه سخته ځپلې …

پېښور 28 جولائي (اے پي پي) په ګورنرهاٶس پېښور كښې د اېن وائي سي سي سي ترسېوري لاندې د ماحولياتي بدلون چيلنجز په اړه كنفرنس وشو چې پكښې ګورنر فېصل كريم كنډي د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ د ګل په ورځ ګورنر فېصل کريم کنډي په مهم كنفرنس كښې د ګډون كوونكو هركلي كولو سره ووئيل دا مهال صوبه ماحولياتي او د موسمياتي بدلون اثرات څخه سخته ځپلې كېږي۔ ده ووئيل ماحولياتي بدلون يوازې په نړيواله كچه نه بلكې په ځائي كچه هم د پام متقاضي دے٬ په صوبه كښې سخت موسمي حالات٬ د ګلېشيئرز ويلې كېدل، سېلاب او په ځنګلونو د اور لګېدو په څېر خطرې رامخې ته دي۔ ده ووئيل ماحولياتي بدلون يوازې سائنسي مسئله نه بلكې سماجي٬ معاشي او اخلاصي مسئله هم ده٬ مونږ له به د ھغه طبقو غږ هم اورېدل وي كوم چې ماحولياتي بلدون څخه سخت ځپلے كېږي٬ ده ووئيل ځوانان دې سيمه ايز او په قامي كچه ماحولياتي بدلون خطرو څخه خبرتيا لپاره كمپائن كښې بشپړه برخه واخلي او په خپل موثر غږ٬ علم او تحقيق دې د ماحولياتي بدلون پحقله په قامي پاليسۍ جوړولو كښې برخه واچوي۔